خلیلزاد: د مذاکراتو ناکامېدو کې امارت او جمهوریت دواړه ملامت دي

خلیلزاد: د مذاکراتو ناکامېدو کې امارت او جمهوریت دواړه ملامت دي


  • 2 کاله دمخه (14/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1007

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو وروستیو څرګندونو کې د دوحې مذاکراتو کې دواړه لوري (امارت او جمهوریت) پړه وبلل.

نوموړي همداراز ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې کولې، خو دغه مذاکرات ناکام شول او په ناکامېدو کې یې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي.   

هغه په راپرځېدلي ولسمشر اشرف غني هم تور پورې کړ، چې له لومړي سره یې د مذاکراتو ننګه نه کوله، د ټولشموله پلاوي په جوړولو کې یې میاشتې ځنډ راووست، د بندیانو په خوشي کولو کې یې میاشتې ځنډ راووست او له وضعیت یې ناسمه محاسبه لرله. 

د خلیلزاد په خبره، هېچا د پخواني حکومت د سقوط غوښتنه نه کوله، خو د اشرف غني تګ هر څه ګډوډ کړل.