طالبان نوي کال کې جګړو ته چمتوالی نیسي

طالبان نوي کال کې جګړو ته چمتوالی نیسي


  • 4 کاله دمخه (04/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1184

په هېواد کې د نا امنۍ او چسپکي ماین چاودنو په زیاتېدو سره، ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج خپلې غونډې ته وربللي وو، تر څو د روانې نا امنۍ په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.

د ولسي جرګې غړي وايي، په هېواد او په ځانګړي ډول مرکز کابل ښار کې نا امني، چسپکي ماین چاودنې او راکیټي بریدونه زیات شوي، چې خلکو او دوی ته د منلو نه دي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي زیاتوي، طالبان راتلونکي نوي کال کې د یوې پراخې جګړې پیل لپاره پر چمتوالي بوخت دي، خو د مخنیوي او پلانونو شنډېدو لپاره يې بشپړ چمتوالی نیولی.

د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج په وینا د طالبانو مشران او مرکزونه، چې اوس مهال پاکستان کې دي د جګړې له شدت سره غواړي، خپل مشران او کمېسیونونه افغانستان ته را انتقال کړي.

د یادو امنیتي مسولینو په خبره طالبان په ژمي کې پر هدفي وژنو لاس پورې کوي او اوسنۍ ټولې هدفي وژنې طالبان ترسره کوي، چې په تړاو يې روان کال کې د هدفي وژنو ۲۷۰ عاملین نیولي دي.

د امنیتي سکټورونو مسولین داسې مهال په نوي کال کې د طالبانو له لوري د پراخې جګړې پیل خبر ورکوي او د هدفي وژنو ترسره کېدو مسولیت پر طالبانو وراچوي، چې طالبانو تل په هدفي وژنو کې خپل لاس لرل رد کړی دی.