ډله ايزورسنيوته وړانديز


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حبيب الله غمخور
  • 1251

 دطلوع اونورو تلوېزيونی،راډيويي خپرونو اوچاپي  نشراتو اداری  چارواکونه يو غوښتنه !

زه په هيڅ صورت نه غواړم دژبو اومذهبونواختلاف ته لمن ووهم ،ځکه خو له لمړی سره ددې اختلاف گټوترلاسه کوونکو اوسياسی سوداگروته داخبره کوم ،چي ماته پښتون ،تاجک ،هزاره ،ازبک ،ترکمن ، بلوڅ ،چهارايماق ،عرب  اونور مېشت قومونه دزړه سراوددي هيواد اوسنی اوسېدونکۍ دي .زه دويته يوشان احترام لرم خوبرخي بايد دشمېرپه کچه ووېشل سي ،فکرکوم چې پدې کي به مې انصاف له نظره نه وي غورځولئ؟ او دابله مسله ده .
داخبره مې ځکه وکړه چې ايراني اخوندان اوپاکستاني جنرالان دافغان په نوم اوياممکن داددوي نوکران په رشتياهم  افغانان  وي  هرځل زماددې ډړول څرگندونواو ليکنوپر وړاندی په ډيره بي شرمانه بڼه له حقيقت نه خلاف ليکنه کوي اوغواړي پدي بڼه مادنوروقومونو،ژبواومذهبی پيروانو په وړاندي بل ډول معرفی کړي ،چې له نيکه مرغه ددغو افغان دښمنو هڅې تراوسه ځکه ناکامې دي چي ماته په افغانستان کي  ټول اوسېدونکی افغان دی اوبس .پدې هکله زمانظر په کراتودنړيوالو ډله ايزورسنيو له لاري خپورسوی اوزموږ هيوادوالو اوريدلی دی .ددي ترڅنگ دلته په سويډن کې زما ددولس کلن شتون په وخت کي ټولوته داثابته سوې چي مادهرافغان سره بيله دې چي په کوم ،قوم ،ژبي ،مذهب اومنطقي پوري اړه لري دخپل توان له مخې فاسي مرسته کړې چې هيڅوک ترې سترگی نسي پټولاي  اودې مرستي ته به ديوه افغان  په توگه ددي هيواد اونورواروپايي هيوادونودقانون په رڼا کي دوام ورکړم .ځکه پوهېږم چې زماپر خلاف تبلېغات زموږ دولس دکورنيو اوبهرنيو دښمنانولخوا پرمخ بېول کيږي .
ځکه خوديوه افغان په توگه ځانته داحق ورکوم  چې زموږ په هيوادکي زموږ دهيوادپه نوم اونښان دخپرېدونکوټولو ډله ايزورسنيودهغې جملې نه طلوع تلوېزيون ياطلوع نيوز دواړو اونورو نه دا غوښتنه وکړم چې نه بايد په خپلو دري خبرونو او تبصروکي ملي ترمېنالوژی ته درناوی له پامه وغورځوي  .هغه اصطلاحات چې زموږ دولس لپاره دمنلو وړنه دی او تراوسه موږ دهغوپه هکله ان دمملکت دپارلمان ترکچې سوالونه اوگوت څنډنې لرو،د خپلونشراتي  امکاناتوپوسيله زموږ  پر خلکوو تپی .دبيلگې په توگه کله چي دوي دپوهنتون دکوم استاد سره مرکه لري ،نو تر مرکې ورسته وايي تشکر ازشما استاد دانشگاه کابل  .ښاغلو ! پدي بايد پوه اوخبراوسئ  چي موږ تراوسه دپوهنتون په عوض دانشگاه نده منلې . ددوي په خبري سرويس اومرکو کښي داسي نوري ترمينالوژی استعمالېږي  چې موږ ډير ښه پرې پوهېږوچې ولي ، دڅه لپاره اوموخه ئې څه ده .زه نه غواړم زموږ په جگړه ځپلي هيوادکي  دولس اوهغوډله ايزورسنيوترمنځ چې پدې ډول رنځ اخته دې ،ددوي لخوا دبېگانه  موخوترسره کولوپه خاطر واټن دومر اوږدسي چې بيا زموږخلک دا رسنۍ ونه گوري . همدلته غواړم دې ټکې ته خپل هيوادوال متوجه کړم متاسفانه زياتي تلوېزيونې خپرونې چې داشخاصو او افرادو لخوا دغو ډله ايزورسنيو په مختلفونومونودفعاليت امکان ترلاسه کړئ ،دوي د خپلو نشراتي پروگرامونوددوام لپاره دايراني استخبارتی ادارونه دکلتوری مرستي په نوم مالی پانگه ترلاسه کوي . زموږ دهغه هڅ اومعلوماتوله مخې چې  لرويې پوهېږو چې ايراني اخوندان زموږ په هيوادکي کلتوری يرغل ته ملاتړلې ده .دغه کلتوری يرغل خوترهري بې وسيلې دډله ايزورسنيو لخوا په خورا ساده بڼه او اسانۍ تر سره کېداي شي اوداپروسه دهمدې وسېلې په مټ پر مخ درومی،ځکه خو ايراني اخوندانو زموږ په ډله ايزورسنيوکي لار موندلې اويادهغوي په پټ هدايت اومالي مرستوپه پښتو اودري ژبودلته دافغان نوکرصفتوپه مټ ئې په عجيبو اوغريبو نومونودنشراتی فعاليت امکان ترلاسه کړی .
خوکله چې يوداحساس خاوند افغان  ئې نشرات گوری ، اوری اويالولي ، پدې له ورايه پوهېږي چې دا ډله ايزه رسنۍ دکومې چينې نه  اوبه څښی اودکومو هدفونولپاره پدي يا هغه نوم زموږ په هيوادکي نشراتي فعالير لري . 
اميد وار يم زموږ دپاک اوسپېڅلې زړه خاوند هيوادوال دخپلو داډول گانونډيانوپدې سياسي ،مذهبی زرنگۍ پوه اودخپلو ملي گټوپه خاطردهربېگانه خواخوږی ،دخواخوږی شعارونه اولورېينې دملي گټوپه ترازوکي وتلي . 
داکاردنړئ ټول هوښيار اوغښتلې ولسونه کوی .دازموږ حق اودخپل حق نه تېرېدل غلامۍ ته هرکلۍ ويل او منل دي  .
پدې هيله چې زموږ هيوادوالي دملی گټواوملي افتخاراتوپر بنياد دې ملی ټکوته جدي او اساسی پاملرنه ولري . 
پدې اړوند هرډول بې تفاوتی اوملي مسوليت له نظره غورځول ، ددې ملت له تاريخي افتخاراتوسره ملي جفا اوستره تيروتنه ده . ومن الله التوفيق