د مسکو تر ناستې وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې سفیر سره لیدلي

د مسکو تر ناستې وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې سفیر سره لیدلي


  • 1 کال دمخه (26/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 480

په مسکو کې د سرپرست حکومت د سیاسي مخالفو له غونډې څلور ورځې وروسته؛ تېره ورځ د اوسني حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روسیې شارژدافیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند ویلي چې په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، نړیوالو مسائلو او وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي؛ خو په مسکو کې د اوسني حکومت د سیاسي مخالفو د ناستې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا لیدنه وروسته تر هغې شوې، چې مسکو څلور ورځې وړاندې د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو د ناستې کوربه وو.

په هغې ناسته کې له سرپرست حکومت غوښتل شوي چې ټول شموله حکومت جوړ او د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

که څه هم تر اوسه اوسني حکومت د مسکو غونډې ګډونوالو غوښتنو ته کوم ځواب نه دی ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي چې حکومت یې ټول شموله او د ټولو لورو حقونه په کې خوندي دي.