ننګرهار کې مېمله باغ او د وزیر ګل محمد خان کلا رغول کېږي

ننګرهار کې مېمله باغ او د وزیر ګل محمد خان کلا رغول کېږي


  • 1 کال دمخه (18/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 479

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې تاریخي ابدې رغوي.  

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس نور محمد حنیف وایي، د مېملې باغ او وزیر محمد ګل خان مومند کلا د بیا رغونې لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه کړې او د تائید او اجراتو لپاره یې وزارت مقام ته سپارلې ده.   

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.   

د جمهوري نظام تر ړنګېدو مخکې هم د دغه بڼ د بیا رغونې لپاره تګلاره جوړه شوې وه؛ خو د ځینو ستونزو له امله یې کار ودرول شو.  

یو شمېر فرهنګي فعالانو د دغو تاریخي سیمو د رغونې له پلانه هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې چارواکي باید په دې اړه نور هم خپلې هڅې زیاتې کړي.   

دغه تاریخي بڼ، چې شاوخوا پنځه پېړۍ پخوا د شاه جهان له خوا جوړ شوی، هر کال یې د لیدو لپاره زرګونه سیلانیان ورځي.