- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد ابرهيم سپېڅلی
- 1078
همدا اوس د کندهار په رېګستان او ښوراک ولسوالیو کې هیڅ مکتب نه شته، د دې ترڅنګ په غورک او میانشین ولسوالیو کي بیا یوازې ۴ بابه ټولګي د زدهکوونکيو پر مخ پرانیستي دي چې دا هیڅ وخت په یادو ولسوالیو کې د ماشومانو ښوونیزه تنده، چي د دوی بشری حق دی، نه شي خړوبولای.
د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم د ښوونځیو دروازې قلف دي چې شمېر يې یو سل او پنځوس بابو ته رسېږي.
د دوی په قول، که چېرې ټول ښوونځي پرانیستل شي، نو تر شل زره زیات ځوانان او کوچنیان به له تورتم څخه د رڼا پرخوا روان شي، خو افسوس! چې دا د دوی تر توان وتلې ستونزه ده.
زابل
دا یوازې کندهار نه دی، بلکې له کندهار سره نږدې ولایت زابل هم د تورتم له ستونزې کړېږي. په دغه ولایت کې بیا د پوهې په ډګر کې تر کندهار لا هم تورتم غوړېدلی او اویا زره ځوانان او کوچنیان د تړلیو ښوونځیو له لاسه همداسې د تورتم په اوږدو کوڅو کې سرګردان ګرځي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، دلته بیا په پنځو ولسوالیو (خاک افغان، دایچوپان، شملزي، اتغر او نوبهار) کې هیڅ مکتب نه شته.
زابل ته په تشکیل کې ۲۴۰ بابه ښوونځي ورکول شوي دي چې د دغو مکتبونو له ډلې څخه يې د ۱۴۰ بابو څراغونه یو مخ مړه شوي او هیڅوک يې له رڼا ګټه نه شي اخیستلای.
زدهکړه د هر انسان بشري او خدای ورکړی حق دی، لېکن زموږ د هېواد په اکثره پښتون مېشتو ولایتونو کې دغه حق د ملي دښمنانو له خوا تر پښو لاندې شوی دی.
تاریخ
دا خبره د کورنیانو تر څنګ نړیوال هم مني، لوی کندهار د افغانستان هغه سیمه ده چې په ماضي او حال کې د دغه هېواد برخلیک ورپوري تړلی و او دی، نو ځکه باید دلته ناامني او د ناامنیو په واسطه نورې ناخوالې دومره زیاتې شي چې د افغانانو دغه لوی مرکز په تورتم کې د بل لاسنیوي ته محتاج ژوند وکړي.
دښمنان نه غواړي چې یو ځل بیا ملي قاید حاجي میرویس خان نیکه، لوی احمدشاه بابا او نورې تاریخي څېرې له دغه سیمې هېواد ساتنې ته ملا وتړي، خلک پر راټول شي او د راتلونکي لپاره روښان فکرونه ورسره وي.
تاریخ ثابته کړې ده، په کوم ځای کې چې د پوهې ډېوه مړه وي، هلته د هېواد ساتنې، د راتلونکي لپاره لوړ فکر او پر یوه مرکز د ولسونو راټولول یا راټولېدل له امکانه لېرې خبره ده.
د ملي دښمن موخه
دلته قصدا د هېواد راتلونکی نسل په توره تیاره کې پټ ساتل کېږي، ځکه په تورتم کې ساتل شوي ځوانان د پردۍ جګړې لپاره مناسب پېلوځي دي.
په دغسې تورتم کې دښمن خپلو ککړو موخو ته په اسانۍ رسېږي، دښمن پوهېږي، چې له همدغو، په تورتم کې له رالویو شویو کسانو څخه د وطن په ورانۍ، د خپلو مشرانو په وژنه او د خپل ورور په ټکولو کې تر هر چا ښه ګټه اخیستل کېږي.
همدا سبب دی چې زموږ ملي دښمنانو تل لومړی وار پر مکتب، ښوونکي او کتاب کړی دی او له دې لارې يې خپلې کرغېړنې موخي ته ځان رسولی دی.
بشری ناورین
دا یوازې په دوو پښتون مېشتو ولایتونو کې نږدې سل زره ځوانان او ماشومان له زدهکړو بې برخي دي، که دغه له زدهکړو بې برخې ځوانان همداسې د تورتم په زندان کې بندي وساتل شي، نو هر کس به سبا د همدې ټولنې د اوږو دروند بار وي، ځکه په کوم ځای کې چې د پوهې لمر تندر نیولی، هلته د ښې راتلونکي په اړه فکر یوازې د خوب لیدل دي.
دغه سل زره کسان له ټولنې څخه ماسوا، په سل زره کورنیو پورې تړلي دي او په راتلونکي کې د سل زره کورنیو مشران هم دي.
تاسې پام وکړئ! د تړليو ښوونځیو په سبب زموږ دوه سوه زره کورنۍ او په هره کورنۍ کې په اټکلي ډول پنځه تنه اوسي چې په مجموعي توګه (پنځه په دوه سوه زره کې) دا دوه میلونه انسانان کېږي، هره ورځ يې د زدهکړو وخت خوشې تېرېږي چې دا یو لوی بشري ناورین دی.
څه کول په کار دي؟
په هغو سیمو کې چې ښوونځي تړلي دي، په کار ده چې د سیمې قومي مشران، ملاامامان، سپین ږیري او مخور په دې اړه لاس په کار شي.
د خدای، وطن او راتلونکيو نسلونو لپاره یو ځل بیا د دغو سل زره ځوانانو خدای ورکړی بشري حق یو ځل ورکړي او په دې ډول د ګران افغانستان په اساسي جوړونه کې رښتني ګامونه پورته کړي.
که چېرې په اوسنیو نازکو حالاتو کې بیا هم یاد کسان بېغمه کښېنستل، نو دا به نه یوازې دوی خپل خدايي او ملي مسوولیت سم نه وي ادا کړی، بلکې د یو بل بشري ناورین لپاره به يې لار هم هواره کړې وي چې د خت په تېرېدو سره يې حل له توانه وتلی کار او مسوولیت به يې د همدوی په غاړه وي.
سرخط ورځپاڼه