دیني ارزښتونه که د ارزښتونو دین؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالفغور پېروز
  • 1332

د نړۍ په هره ټولنه کې مختلف ټولنیز، سیاسي او اخلاقي ارزښتونه د دې لپاره دي چې د انسان کرامت او شخصیت خوندي شي. 
د بنسټیزو بشري حقوقو هدف هم دا دی چې له هر ډول مذهبي، جغرافیايي او نژادي توپیر پرته، ټولو انسانانو ته په مساوي ډول د انسانیت پر بنسټ اساسي بشري ارزښت ورکړل شي. 
کله چې موږ د دین خبره کوو او د دین پر فلسفه غږېږو، نو هم باید تر هرڅه لومړی دا پوښتنه مطرح شي چې انسان به د دیني ارزښتونو ساتندوی وي او که به په دین کې داسې ارزښتونه وي چې انسان پر خپل لوري ورماتوي او دا باور به ورکوي چې د دین په دایره کې یې هغه فطري او معقول حقوق خوندي کېدای شي چې باید د بشريت پر بنسټ یې ولري.؟ 
مګر دا مهال چې زموږ په ټولنه، بلکې ګرده اسلامي نړۍ کې کومه دیني مفکوره دود ده، له هغې داسې ښکاري چې زموږ دین د یوې تنګې دایرې په ایستلو خپل پیروان دې ته هڅوي چې دیني ارزښتونه وساتي، په خپله د ارزښتونو دین نه دی، ځکه کوم دین چې په خپل ذات کې د انسانیت لپاره ارزښتونه لري، هغه د بل ساتنې ته نه وي اړ، د خپلو معقولو او منطقي ارزښتونو، ګټورو اخلاقي او معنوي لارښونو، سالم فکري نظام او انسان شموله ښېګڼو په درلودو هر څوک د ځان پر لور راکاږي، د انسانانو په زړونو کې ځای مومي او د مینې په خپرولو، د هر سړي ذهن ته لار پیدا کوي. 
ان په بېړنیو او غیرعادي حالاتو کې یې هم احکام پر منطق، عاطفه او ټولنیز وسیاسي بصیرت بنا وي. 
په معاصر دور کې پر مختللې نړۍ دې ته نه ګوري چې د دین په متن کې لارښوونې څه وایي؟ 
نننی انسان د ې ته ګوري چې یوې مفکورې ته ژمن او پر هغې عمل کوونکی په خپل ورځني ژوند کې څومره صادق، رښتنی، د بشر لپاره خادم، مینه ناک او د نورو عالي-معنوي صفاتو درلودونکی دی. 
دا مهال د کمیت پر ځای کیفیت مهم دی. نړۍوال د هغه دین پر لور ډېر ورماتېږي چې پیروان یې د صداقت، مینې، بشري خواخوږۍ، ټولنیز خیر، اخلاص او دنیا ته د ګټې رسونې په چارو بوخت وي. کرکه و نه لري، نورو ته په درناوي قایل وي، ځان تر ټولو عالي نه ګڼي، د ښځې او نارینه صنفي تبیعض پکې نه وي، د نوم او ځان ښودنې پر ځای یې معیار نیک عمل او غوره اخلاق وي، د تخریب پر ځای یې تعمیر خوښ وي، په هر څه کې پر ټولنیز عدالت ټینګار وکړي، د هر انسان وژنه او سپکاوی پکې ستر جرم او معصیت وي. پر انساني کرامت ټینګار وکړي، هر ډول اخلاقي او مدني لارښوونې یې په دې موخه وي چې انسانيت خوندي شي او خپل اساسي بشري ارزښت تر لاسه کړي. د هیڅ ظالم ملاتړ و نه کړي، ځمکنی ربوبیت پکې ځای و نه لري، د خاصې طبقي د واک او ځواک پلوی نه وي او بالاخره د دومره غوره اخلاقي او معنوي ارزښتونو درلودونکی وي چې هر انسان ورته تسلمېږي او د خپل ناقرار وجدان قرار یې ګڼي.
موږ باید دا و نه وایو چې هلئ! دیني ارزښتونه له ننګونو سره مخ دي او باید ساتنه یې وشي، ځکه د ارزښتونو دین زما او ستا ساتنې ته نه، بلکې غوره کردار، درانه شخصیت، عملي صداقت او له اخلاصه ډکې انساني رویې ته ګوري. 
که موږ د خپل کردار او تعمیري رول په وسیله نړۍ ته دا باور ورکړو چې زموږ دین د همدغسې مثبتو او ګټورو ارزښتونو درلودونکی دی، نو بیا به هیڅکله اړ نه شو چې ووایو، نوره نړۍ زموږ دیني ارزښتونه له منځه وړي او باید موږ یې د ساتنې لپاره لاس په کار شو. 
کله چې د عمل په میدان کې د یوې مفکورې مثبتې اغېزې ولیدل شي، بیا یې د نړۍ هیڅ انسان نه له منځه وړلای شي او نه یې پر انساني پرګنو د اغېز مخنیو شونی دی، باید دین موږ ته داسې ارزښتونه راکړي چې هم په موږ کې مثبت بدلون راولي او هم نور متاثر کړي. 
په کومه دیني مفکوره کې که د نورو د راکاږلو پر ځای له هغوی سره د کرکې او تضاد خبره کېده، نو باید وپوهېږو چې دا دین نه ارزښتونه لري او نه د بشر پر اخلاقي وجود اغېز کولای شي. 
که موږ پر خپل دیني دریځ یو ځل له سره غور وکړو، نو ډېر ژر به وپوهېږو چې د دین په نوم ادرس مو غلط کړی، ځکه دین په حقیقت کې د هغو سترو اخلاقي او ګټورو معنوي لارښوونو مجموعه ده چې هدف یې ټول انسانیت ته خیر رسول، د هر ډول کرکې مخنیوی، د ټولو تبعیضونو له منځه وړل، د انساني کرامت او شخصیت ساتنه، ورورولي او د منطق پر بنسټ د عدالتي نظام ټینګښت دی. 
باید موږ د دیني ارزښتونو د ساتنې پر ځای د دین په انسان شموله ارزښتونو خبر او پلي کوونکي شو، د جبر او قول پر ځای، هغه رول ولوبوو چې هر څوک د دین پر ارزښتونو باوري کړي. 
سرخط ورځپاڼه