- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد ابراهیم سپېڅلی
- 1137
لویه مېلمستیا ده، مشران او پېژندل شوي خلک پکي راټول شوي دي. د مجلس هر ګډونوال په خپل نوبت پر روانو حالاتو خبري کوي، نظر وړاندې کوي او ځینې کسان بیا د روانو حالاتو په اړه له یو اوبل څخه پوښتنې کوي.
ګڼه ګوڼه ده، مېلمستیا ته نورمېلمانه هم را روان دي، روغبړونه دي او د پاخه شویو خوراکونو خوندور بویونه د مېلمنو اشتها دوه برابره کوي، خو سرتور په دې پراخ مجلس کي یو کونج ته غلی ناست دی.
عموما هرمجلس خپل اغېز لري او که څوک متوجه شي؛ نو ډېرې خبرې ورڅخه زده کېږي، ځکه پوهان وايي:(( له مشرانو سره کېنه یو څه ځینې زده کړه او له کشرانو سره کېنه یوڅه ور زده کړه.))
د همدې خبرې پر بنسټ په کار ده چي زموږ ځوانان له دغسي مجلسونو ډېره ګټه واخلي، خو افسوس، سرتور همداسې په مجلس کي له ټولو خبرو ناخبره له ځان سره اخته دی.
زه د مېلمنو هرکلي ته ولاړ یم چي له روغبړ وزګار شم؛ نو د اشپزانو پوښتنه مې وکړه، ډوډۍ څنګه ده؟
محمد ګل اشپز دواړه لاسونه پر تندي ونیول، غوړه دسمال يې له اوږې څخه د لاس وچولو په نیت رالېری کړ:(( بالا ږغ ستاسي لخوا دی، دلته کار سم دی.))
د مېلمنو ځای ته بېرته را ورسیدم، مېلمنو ته ګورم، ټول رابلل شوي کسان پوره شوي دي، خو سرتور لا هغسې په کونج کې ناست دی هېڅ نه وايي.
سرتور زما پخوانی ټولګیوال دی، هغه وخت ښه و، په درسونو کې تکړه و، خو ځینې وخت به له ښوونکیو سره بېځایه سر په سر شو او داسې لا شوي دي چي پر همدې بې ځايه سرزورۍ به يې په اداره کې پر پښو هم سخت وواهه، خو له خپل خره چا نه دی ښکته کړی.
نن چي زه ورته ګورم هغه وختونه مي را یادېږي، ځکه څو ځله مې ورته ویلي دي چې دا فېسبوک دومره مه کاروه چي د دنیا له چارو دې وباسي، خو سرتور کله د چا خبره مني.
اوس هم په دې ګڼه ګوڼه کې له ټولو څخه لکه پردی ګوښه ناست او په ټلیفون اخته دی، زما غالب ګومان دا دی چي په فېسبوک سخت مصروف دی چي نه د مېلمنو روغبړ ته ور ولاړېږي، نه له ما سره مېلمنو ته په هرکلي کې مرسته کوي او ان په دې پراخه مېلمستیا کې د مشرانو او همزولو مجلس ته هېڅ متوجه نه دی.
هغه بله ورځ يې د راز خبره راته وکړه چي پر خپلې ایډي سربېره یې دوه درې په مستعارو نومونو هم جوړې کړې دي چي يوه پکې په ښځینه نامه هم ده.
سرتور راته ویل، په ښځینه نامه جوړې کړې ایډي ته مې هره ورځ تر لسو زیات کسان د ملګرتوب بلنې رالېږي. له خندا شین شو او ویل يې چي ځینې ډېر مهم ځوانان چي پر سټیج خورا غټې خبرې کوي هم زما له ښځینه ایډي څخه هیله کوي چي راسره ملګري شي.
ده خوله غوږ ته رانږدې کړه چي په مستعار نوم جوړو کړیو ایډیانو کې ځینې کسانو ته سپکې سپورې هم لیکم او هغه کسان چې زما خوښ نه وي، یا يې له نظر سره مخالف یم د سپکاوي څخه يې مخ نه اړوم.
زما لا د سرتور په زړو خبرو کې فکر بند و چې حاجي عبدالرحمان خان اکا راباندي غږ کړ:(( د لوږې دې مړه کړو، ډوډۍ څنګه شوه چي بیا د لمانځه وخت دی!!))
دغه غږ د فکر له ټال څخه راښکته کړم او دا دی د ډوډۍ اېښودلو لړۍ پيل شوه، خو سرتور لا هغسې په ټلیفون اخته دی، خدای خبر په کومه مستعاره ایډي په فېسبوک کي چټیات لیکي.
ډېره د افسوس خبره ده چې په نوره نړۍ کې ځوانان د فېسبوک په واسطه انقلابونه کوي، خو زموږ یو شمېرځوانان د کلي د لیونو سپو غوندې د هرچا پایڅو ته خولې اچوي.
ښه خبره داده چي له فېسبوک څخه مثبته ګټه واخیستل شي، خپله هم د لوستلو، لیدلو او له مالوماتو ډکې لیکني، تصویرونه او پوسټونه خپاره کړو، د نورو کسانو په زړه پوري مطالب هم خوښ او هم يې تاييد کړو.
که چیري کوم څوک کمزوري مطالب خپروي، باید په ډېرو نرمو الفاظو يې د سمون خواته وهڅوو، ترڅو زموږ په دغو یو شمېر کسانو کې چې له فېسبوک څخه ناوړه ګټه اخلي په ځان پوه شي او دوی هم سم فېسبوکي کلتور خپل کړي.
سرخط ورځپاڼه