- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- امین الله سالارزی
- 1171
د شپې په دویمه نیمايي کې پنجابیان (طالبان) د ښار پر کمربندي پوستو بریدونه کوي او یو شمېر یې د ښار هغو سیمو ته ځانونه رسوي چې په شاو خوا نږدې سیمو کې ورته د پولیسو امنیتي پوستې نه شته.
د کندوز د سقوط به ځینې علتونه داسې هم وي د پردې تر شا دي د دغو علتونو د روښانه کولو لپاره یو تحقیق ته ضرورت دی چې باید هغه چارواکي چې د جګړې قومانده یې په لاس کې وه وپوښتل شي د پردې تر شا علتونه روښانه شي.
خو ځینې علتونه بیا ښکاره دي چې په اسانۍ سره ترې مالومولای شو چې کندوز ولې سقوط وکړ؟
سقوط:
په زرګونو او سلګونو پنجابیان د ډېورنډ له کرښې په کومه لار تر کندوزه راورسېدل؟ په لارو کې پاټکونه او تالاشي د څه په خاطر دي چې دښمن ترې ځان له یو سر څخه بل سر ته په اسانۍ رسوي؟
هغه پولیس چې په تالاشیو کې دنده لري ولې دقیق نه دي چې مخالفین ترې په اسانۍ تر نورو سیمو تېرېږي، که موږ د دغو پوښتنو ځواب په دې کې وګورو چې د موقت او منتخب حکومتونو پر وخت د شمالي ټلوالې ټول هغه وسله وال د پولیسو په لیکه کې پر لوړو څوکیو ځای پر ځای شول چې د طالب په څېر او یایې له طالبه ناوړه کارونه کول او د ملي یونیفورم په اغوستو یې خپل پخواني عادتونه هېر نه کړل، او اوس هم د حکومت او دولت پر ځای ټلوالې ته وفادار دي دا هم یوه خبره ده چې زړه ته غورځول یې فکر غواړي.
خو که له دې پرته ووایو چې په ټیټه کچه زموږ پولیس ملي شوي او په مېړانه جګړه کوي، د وطن نه دفاع کوي، ځکه خو یې سرونه قرباني کړل او وینه یې توی شوه دا هم هغه څه دي چې د هر کندوزي د سترګو لیدل حال دی او ویاړي چې داسې قرباني ورکوونکي پولیس، اردو او نور ځواکونه لري.
هر افغان پر خپلو ملي ځواکونو ویاړي او ملاتړ یې کوي، خو افسوس د هغه منصبدار پر حال چې اوس هم د ملي ګټو پر ځای د شخصي ګټو لپاره جګړه کوي او په ټیټه کچه سرتېری د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، د هغه وینه هدر بیایي او د دغه سرتېري وینه خپلې ناولې خېټې ته کوزوي.
په کندوز کې له تېرو څو کالو راهیسې د ملت زمریان (ملي اردو او ملي پولیس) په سیمه کې د ټلوالې د یو پخواني قوماندان (میر عالم) په شخصي دښمنۍ کې پیل شوې جګړې پر مخ بیایي.
میر عالم په کندوز کې څلور زره تنه وسله وال درلودل، خو د جمهوري ریاست د تېرو انتخاباتو پر وخت یې د وسله والو شمېر تر (۸۰۰۰) تنو ورساوه.
دوي په دې فکر کاوه چې که په حکومت کې ورته ځای ور نه کړل شي، نو د ګټونکي کاندید پر وړاندې به پاڅون کوي او چارې به په خپله ولکه کې اخلي. چې بالاخره یې ځان په بې شرمۍ په حکومت کې ځای کړ.
د کندوز د سقوط یو علت هم د ټلوالې د دغه قوماندان شخصي وسله وال دي چې په سیمه کې پر خلکو ظلمونه کوي او خلک مجبوروي چې د خپل کسات اخیستو په موخه وسله واخلي، بیا کسات اخیستونکی طالب ګڼل کېږي او د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه یې په ځپلو کې قرباني ورکوي او ګټه یې میر عالم خانه ته رسېږي چې شخصي مخالف یې د دولت په مټ ځپل کېږي.
مرسته:
زما سرتېري په پوسته کې د دښمن په مقابل کې دوینې تر وروستي څاڅکي جګړه کوي، خو قوماندان یې ورته د مرستې وررسولو لپاره هیڅ ډول ترتیبات نه لري، دښمن پولیسو ته دتسلیمۍ چیغه کوي، خو دوی ورته د وطن یا کفن ځواب ورکوي، هغه د مرستې تر څنګ د قوماندې غوښتنه کوي، خو قوماندان یې په دې فکر کوي چې سبا به څومره مهمات بازار ته وروړي چې سبا یې راپور تېر کړي چې په جګړه کې يې ویشتلي دي. سبا به څومره تېل پلوري چې وسایط او نور تجهیزات یې سرتېرو ته انتقال کړي دي.
د افغان کمانډو د کنډک یو قوماندان چې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش په سیمه کې له طالبانو سره په لومړۍ کرښه کې پروت و، قسم یې کاوه چې که اجازه ورکړل شي په یو ساعت کې د اقتاش پراخه سیمه نیسي او که یې ژمنه پوره نه کړه اعدام دې يې کړي.
زما د سرتېرو مینه ماته په دې خاوره کې د ژوند کولو روحیه راکوي، خو زما د سرتېرو قوماندان د تېلو د پلور او د مهماتو د خرڅلاو فکر کوي.
دوی په دې نه پوهېږي چې د یوې مرمۍ په بیه چې لس افغانۍ ده، ځانته مرګ اخلي او سبا یې د سرتېري په سینه کې همدا مرمۍ ښخه وي.
د کندوز والي محمد عمر ساپي په لومړیو کې د خلکو توجه په همدې خبرو ځانته راواړوله چې د دوی مرمۍ د طالب په ټوپک کې د دوی پر ضد فایر کېږي.
زما سرتېری دوه ورځې او درې شپې په نهره او بې خوبۍ کې له پنځه کارتوسو سره د دښمن مقابله کولای شي، خو زما د سرتېرو قوماندان چې د ټلوالې همفکره دی، سهار په دې نیت پاڅېږي چې د دغه وږي سرتېري برخه ډوډۍ پر چا وپلوري؟
د ملي ځواکونو له قوماندانانو باید وپوښتل شي چې ولې دوی پر وخت خپلو سرتېرو ته مهمات، خوراکي مواد او نور شیان نه ور رسوي؟
استخبارات:
په کندوز کې که به په یوه سیمه کې د طالب له خوا جنجال جوړېده، له بالاحصاره به په ډي سي توپونو ویشتل کېده چې قرباني به یې عامو خلکو ورکوله اوهره ورځ به یې مړي او ټپیان په روغتون کې پراته وو.
خو هغه ورځ هم د کندوزیانو په یاده چې د ملا عمر پر ځای د ملا اختر لپاره د چهاردرې په منګتپه سیمه کې بیعت اخیستل کېده او په سلګونو وړین پکې راټول شوي وو، د نوي مشر لپاره یې بیعت کاوه چې ویډیو به یې ټولو لوستونکيو کتلې وي.
ایا استخبارات دومره کمزوري وو چې د دوی له راغونډېدو خبر نه وو؟
په چهاردره کې له بیعت وروسته د کندوز ولایت له معاون څخه وپوښتل شول چې ایا سمیهییز دولت پر دې خبر نه وه چې دوی راغونډېږي، ولې یې د بیعت د غونډې د ګډوډولو لپاره هڅه و نه شوه، د کندوز د ولایت معاون حمد الله دانشي په دروغجنه مسکا کې وویل: ((دو روز پیش دولت خبر بود)) خو چې مخنوی یې و نه شو او اقلا غونډه یې ولې په ارامه فضا کې وشوه؟ یوه داسې پوښتنه ده چې باید په اړه یې د ملي امنیت ريیس وپوښتل شي.
زموږ استخبارات دومره هم کمزوري نه دي چې د طالب له منځه مالومات و نه لري، خو مشران یې دومره کمزوری ایمانونه لري چې د خپل وطن په مقابل کې د خپل جېب ګټه تر هرڅه غوره ګڼي.
ارګ:
زموږ د جمهور ريیس دا خبره ښه په یاد ده چې په هر مجلس کې به یې ویل چې که ارګ ته ورسېدو دا کار به کوو او دا کار به کوو، خو تر اوسه موږ ته دا مالومه نه شوه چې په تېر یو کال کې څه وشول؟
ارګ مو لاسته راوړ خو له ارګه د باندې سړیخواره لا هماغسې د ملت وینې خوري، د دغو سړیخورو داړې ایستل غواړي، خو چې ارګ به کله فیصله کوي؟
په سیمه کې هیڅ چارواکی دا نه شي زغملای چې د خلکو نیوکې واوري او د همدغې تشې د حل لپاره اقدام وکړي، دوی تل د توصیف کوونکيو او غوړه مالانو ښکار شوي، لکه چې جمهور ريیس ویلي وو چې ما له غوړه مالانو خلاص کړئ.
د کندوز د سقوط یو علت دا هم کېدای شي چې د شپې څلور بجې د دغه ښار پر ګردچاپېره کمربند باندې د طالبانو برید پیل شوی وو، خو ارګ ته احوال رسېده چې (حالات تر کنټرول لاندې دي) دوی د ځان د کمزوري نه ښودلو په خاطر ارګ ته دروغ ویل، کندوز همدغو درواغو سقوط کړ، خو اوس به وګورو چې ارګ له سیمهییزو چارواکيو پوښتنه کوي او کنه؟
که ارګ په لومړي سر کې له دغو تشویشونو خبر وای، ممکن پر وخت د سقوط مخه نیول شوې وای.
نتېجه همدا شوه چې د کندوز په جګړه کې په سلګونو سرتېرو خپل سرونه قرباني کړل، خو امنیه قوماندان، کورنیو چارو وزیر او نور د خپل عیب د پټولو په خاطر د دغو سرتېرو شمېر ډېر کم یادوي، د کندوز د سقوط تر دویمې ورځې تر شپږو سوو ملکي وګړي ټپیان شوي.
یو شمېر ځوانان له کوره وایستل شول او ووژل شول، خو قاتلین و نه پېژندل شول، ټولې دولتي ادارې چور شوې او وسوځول شوې، د سیمې په زرګونو خلک بې کوره شول، اوس مې هر کندوزی یوه ډوډۍ په پنځوس افغانۍ اخلي او نور...
ولس هم ارګ ته په رسېدلي ريیس جمهور ویاړي، ځکه چې د همده لپاره یې د انتخاباتو پر وخت د خپل بدن اعضا او حتی خپل سرونه قرباني کړل، خو جمهور ریيس هم د دوی د ستونزو د حل په خاطر باید د دوی له منځه خبر شي په هره ممکنه لار چې وي.
اوس خو نو کندوز سقوط شوی، بیا زموږ ځواکونه قرباني ورکوي، خو هسې نه چې د کندوز د بېرته په لاس راوړلو سره بیا هم هغه پخواني قوماندانان د کندوزیانو پر ژوند لوبې پیل کړي، هغه یې باداران وټاکل شي، دا ځل باید په کندوز کې د دې هېواد هغه اصیل بچي چې په هېواد کې مثال و نه لري، ورته د مسوول په توګه راولېږل شي.
په سیمه کې د هغو خپلسرو ملېشو مخه ونیول شي او خالي سلاح شي چې د طالب د زېږولو سبب شوي، د ملي امنیت په اداره کې په ټیټه کچه بدلونونه راوستل شي، ډېری مامورین یې چې یوازې بې ګناه خلکو ته دوسيې جوړوي، وایستل شي او پر ځای یې واقعي خدمت کوونکي مقرر شي. په کندوز کې د ملي امنیت په ټیټه کچه مامورین په بېناموسۍ کې نوم لري، په طالب جوړولو کې نوم لري او په ونډه وهلو کې نوم لري، نو د کندوز خلک دا ځل په لویه کچه او ټیټه کچه د تغیراتو غوښتونکي دي.
په کندوز کې خلک د داسې چارواکيو غوښتونکي دي چې د ولایت، امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت تر منځ ټول ممکن رازونه یو ش او د یو موټي په څېر د دښمن په طرف ووهل شي.
سرخط ورځپاڼه