- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- څېړندوی عبدالغفور لېوال
- 1542
عارف او صوفي شاعر عبدالرحمان بابا ويلي وو:
ښه ده ښه ده دا دنيا
چې توښه ده د عقبا
په دنيا کې بدي نه شته
که بدي نه وي له تا
که ځينې عارفان او صوفيان د ځانګړو عرفاني-فلسفي افکارو له امله د دنيا تارکان شي او د عشق و وجد و فراق و وصل په عالمونو کې ډوب وي؛ دا يو فرهنګي او فکري ارزښت دی، خو که يو ملت د رواياتو د ناسم تعبير له کبله د دنيا تارک شي، دا نو فاجعه را منځ ته کوي.
عبدالرحمان بابا همدې ټولنيزې ستونزې ته متوجه شوی وو او په ساده الفاظو کې يې خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې دا دنيا مهمه ده، بلکې د هغې دنيا لپاره د توښې حيثيت لري.
پرلهپسې جګړو، محروميت، فقر، لوږې، د پرديو لوبو، د کمزورو سياسي نظامونو استبداد، ټولنيزې بېعدالتۍ، قوماندانواکۍ او توپکوالو نارواوو زموږ د ملت زړه له دې دنيا څخه تور کړی دی. په تېره بيا چې دا يې هم پرلهپسې اورېدلي دي چې دا دنيا فاني ده او په خوارۍ نه ارزي.
د رسول (ص) د يوه حديث دا مفهوم مې ډېر خوښ دی چې که پوهېدئ چې سبا ته قيامت راځي او ستاسې په لاس کې نيالګی وو، نو هم همدا نن دا نيالګی کښېنوئ.
دا دنيا رښتيا هم د دې ارزښت نه لري چې د هغې لپاره انسان ووژنو، و يې ځوروو، له ناروا او ناقانونه لارو چارو څخه دنيا (د شتمني په مفهوم) زياته کړو، خو دا دنيا خامخا د دې ارزښت لري چې په زيار او کار يې ودانه کړو او د خپلو انساني ظرفيتونو په لوړولو، د استعدادونو په کارولو او د اقتصادي سرچينو په کارولو سره يې (نورو انسانانو ته د خير رسولو له لارې) د هغې دنيا توښه کړو.
زه وعظ و نصيحت نه کوم، بلکې يوې ټولنيزې ستونزې ته ګوته نيسم چې له بدهمرغه په نړۍ کې تر نورو ډېرو زموږ ملت ورسره مخامخ دی.
دا ټولنيزه ستونزه له ژوند څخه، له پوهې څخه، له توليد څخه او د اقتصادي سرچينو له فعالولو څخه د خلکو بېزاري او زړهتوری دی.
دا ستونزه هغه وخت ډېره تر سترګو کېږي چې په ټوله نړۍ کې د همدې ولس ډېر زلمي په ځان پورې چاودېدونکي واسکټونه تړي او له ځان سره ماشومان، ښځې، بوډاګان او ځونان هم وژني.
د همدې ولس وګړي توپک په اسانۍ چلوي او چې څوک ووژني، نو عاطفه يې نه راپارېږي، زړه يې نه سوځي، ځکه د ده زړه له ژوند او دنيا څخه تور دی.
داسې منطق هم اورېدل شوی چې توپکوالو ته ويل شوي؛
په جګړه کې بېوزله او بېوسه ملکي وګړي ووژنئ! پروا نه کوي، که بېګناه وي، نو په هغې دنيا کې به جنت ته ولاړ شي.
که د سالمو انسانانو له ليدلوري څخه د انسان د وينو بهولو پر وړاندې دومره بېتفاوتي ته ځير شئ، نو د يوه ژور نهيليزم او د پوچۍ د احساس د عموميت نخښې له ورايه پکې ښکاري.
غميزه يوازې دا نه ده چې يو شمېر وګړي پر وژنو او وينو بهولو روږدي (معتاد) شوي دي؛ تر دې ژوره غميزه دا ده چې تشدد، وينې بهولو او وژلو ته عادي خلک په کرکه نه ګوري، هر وژونکی او ناقانونه توپکوال کورنۍ او خپلوان لري؛ خو هيڅوک يې مخه نه نيسي.
هيڅوک خپله بېزاري او کرکه نه ور څرګندوي، ان چې لا ستايي يې او فاجعه خو لا دلته چې اتل ورته ښکاري.
چې ځانوژونکی او ولسوژونکی ورته بد نه ښکارېږي، چې له ناقانونه توپک څخه کرکه نه کوي، چې وژل ورته عادي شوي وي، چې د هېوادوال په لاس د هېوادوالو د وژلو او ژوبلولو خبرونه ټکان نه شي ورکولای؛ نو د داسې خلکو زړه له دې دنيا څخه تور دی، ملي غميزه له همدې ځايه پيلېږي.
موږ يوې ګواښمنې او لړزوونکې پايلې ته نږدې کېږو، ايا زموږ ولس خدای مهکړه د نهيليزم له رواني ناروغي څخه ځورېږي؟
نهيليزم څه دی؟ نهيليزم په لاتين کې (هيڅ) ته وايي. دا د ژورې بدبيني او شکاکيت له امله را منځ ته شوې يوه داسې عُقده ده چې فرد يا ټولنه د ژوند، ارزښتونو او انساني توانمنديو پر وړاندې له بېزاري او ناهيلي سره مخامخوي.
تر مېلاد مخکې د پنځمې پېړۍ يونانی حکيم (ګرګياس) له لومړنيو کسانو څخه وو چې دغه عُقده يې را پېژندلې ده.
په اوسمهاليو مفکرانو کې فريدرېش وېليلم نېچه د نهيليسټي باورونو پېژندوی ګڼل شوی دی.
بيا هم په افرادو کې د نهليزم د عُقدې شتون ډېر ګواښمن نه دی، خو خدا مو له هغې ورځې ساته چې يوه ټولنه او يو لوی ولس پر دې رواني ستونزه واوړي او که نه، څنګه يو لوی ولس نه شي کولای د وژونکيو او ځانوژونکيو پر وړاندې کرکه دومره عامه کړي چې نور څوک دې کار ته زړه ښه نه کړي.
ولې موږ نه شو کړای په خپلو خلکو کې د ژوند مينه او ارزښت ثابت کړو؟ ولې موږ له توپک او توپکوال څخه کرکه نه شو عامولای. (البته بيا هم دا قيد تکراروو چې رسمي او ملي امنيتي ځواکونه استثنا دي.)
خپلسري توپکوال رواني ناروغان دي، دوی يوازې په نهيليزم نه چې په نورو رواني عُقدو هم اخته دي، دوی ته تر عادي انسانانو ځان کم ښکاري او خپله شخصيتي نيمګړتيا د توپک او زور په وسيله بشپړوي، خو که عام خلک د دوی پر وړاندې خپله کرکه تمثيل نه کړي، په صراحت سره له دوی څخه خپله بېزاري اعلان نه کړي، د دوی د اعمالو پر وړاندې چوپ پاتې شي او په ګډه سره (دېرش ميليوني) غبرګون و نه ښيي؛ نو داسې پوه شه چې د پوچۍ او له دنيا څخه د زړهتورۍ ستونزه عامه ده.
که له ژوند او دې دنيا سره زموږ مينه وای، نو پر ټوله نړۍ به يوازېنی ملت نه وای چې تر ټولو ډېر ځانمرګي او بلمرګي لرو، تر نورو ولسونو ډېر د پرديو په لمسون خپل ښوونځي، پلونه، لارې، ويالې او پټي (چې د ژوند نښې دي) ورانوو او تر نورو زيات وژل، وينې بهول او ژوبلول راته عادي شوي دي.
د عبدالرحمان بابا دا خبره مو ولې هېره کړې ده چې:
ښه ده ښه ده دا دنيا...؟
سرخط ورځپاڼه