- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد عیسی مومند
- 1044
په زابل او فراه ولایتونو کې ایران له وسلهوالو طالبانو سره مالي او تسلیحاتي مرستې کوي.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازو او د زابل د ولایتي شورا تایید کړې چې ایران له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي. د دغو مرستو اصلي هدف د داعش ډلې پر ضد د طالبانو پياوړي کول دي چې د ایران د مرستو په پایله کې طالبان په دې توانېدلي څو په فراه او زابل کې داعش ډله وځپي. په دې اړه څو ټکیو ته اشاره ضروري ایسي.
۱. ظاهرا ایران په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی. د ایراني چارواکو په د ادعاوو پر اساس نه یوازې دا چې باثباته افغانستان څخه به ایران ته خطر متوجه نه وي، بلکې تر ډېره بریده د ایران ګټې به هم خوندي وي. خو حقیقت دا دی چې ایران په افغانستان کې نسبي امن غواړي. نسبي امن هم د دې لپاره چې د دوی اهداف ترلاسه کړی شي. ایران له یوې خوا د شیعي هلال بشپړېدو په لټه کې دی چې له عراقه نیولې بیا تر افغانستان پورې د سیمې هېوادونه رانغاړي له بلې خوا د افغانستان اوبو ته اړتیا لري. دغه هېواد نه شي کولای چې د باثباته او پیاوړي افغانستان په موجودیت کې خپل نفوذي کسان ولري. د بې ثباتۍ په پایله کې ده چې دغه هېواد هم د افغانستان له اوبو څخه په پراخه اندازه استفاده کولای شي او هم د نفوذ زمینه یې پراخېدای شي. پر بنسټ د ایراني چارواکو ادعا بې بنسټه ده.
۲. له وسله والو طالبانو د ایران ملاتړ په اړه پخوا هم رپوټونه خپاره شوي ول. په فراه ولایت کې له وسله والو طالبانو هغه وسلې او تجهیزات نیول شوي او رسنیو ته یې تصویرونه ښودل شوي ول چې په ایران کې جوړ شوي ول. طالبان هم وايي، هر هغه څوک چې ورسره مرسته کوي، نو دوی یې مرسته نه شي ردولای؛ ځکه اړتیا ورته ولري. په لومړیو کې طالبان د بهرنیو، بخصوص د امریکایانو پر وړاندې کارول کېدل او له دوی سره مرستې هم په دې شرط کېدلې چې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر وړاندې باید وجنګېږي. اوس مهال ایران د خپل بل دښمن؛ داعش پر وړاندې مقابلې ته اړتیا لري.
ایران نه غواړي چې داعش د دغه هېواد پولې ته نږدې فعالیت ولري. له همدې امله یې یوځل بیا د وسله والو طالبانو ملاتړ او پياوړي کولو ته رادانګلي دي. په داسې حال کې چې د طالبانو واکمنۍ پر مهال په بلخ ولایت کې د ایراني دیپلوماتانو(!) وژنې په اړه د اسلامي امارت او ایران اړیکې د جګړې تر بریده ورسېدې، اوس وخت کې له طالبانو د ایران ملاتړ د دې ښکارندويي کوي چې دغه هېواد په افغانستان کې د نویو اهدافو په لټه کې دی. آني هدف داعش دی؛ خو په اوږدمهال کې طالبان د ایران تر کنټرول لاندې راتلونکي ایسي. پر طالبانو د پاکستان د فشار زیاتوالي په صورت کې ایران د دوی لپاره په خوندي ځای بدلېدونکی دی. په دې برخه کې د افغان حکومت جدي پاملرنې او له دیپلوماتیکو لارو پر ایران د فشارونو زیاتوالي حتمي ایسي چې باید سر له اوسه په دې اړه اقدام وکړي.
۳. داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د سپاه پاسداران له خوا په ایران کې مېشت هزارګان د اخترمحمد منصور په مشرۍ له طالبانو سره یوځای شوي او د داعش سربېره د محمدرسول په مشرۍ د طالبانو انشعابي ډلې پر وړاندې جنګېږي. د محمدرسول د ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي دغه خبر تایید کړی دی. دغه اقدام په افغانستان کې مذهبي شخړو او جګړو ته لار هوارولای شي؛ ځکه لا له وړاندې یو شمېر هغه هزارګان چې په د ایران له خوا سوریې ته استول شوي د فاطمیون ډلې تر نامه د داعش او د بشارالاسد اسد د نورو مخالفو ډلو پر وړاندې جنګېږي. اوس وخت کې داعش په افغانستان کې هم فعالیت لري. د شیعه مذهب پر وړاندې د داعش افراطي نظر او د داعش له خوا د دغه مذهب د لارویانو تکفیر او همداراز د ایران له خوا په سوریه او افغانستان کې د دغې ډلې پر وړاندې د شیعه ګانو کارولو ته په پام سره دا باور مطرح دی چې په افغانستان کې د داعش اصلي هدف د همدې ډلې لارویان دي. په دې لړ کې هزاره مشرانو ته لازمه ده چې د ایران دغې چلوټې پر وړاندې جدي اقدام وکړي. دغه اقدام په کور دننه او بهر پر مذهبي کړیو د فشار له لارې شونی دی.
۴. ایران د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني.
افغانان او ایران دواړه داعش د خپل دښمن ګڼي او په دې برخه کې افغان پوځیانو جدي اقدامات کړي؛ خو د امکاناتو نشتوالي له امله تر دې دمه نه دي توانېدلي چې دغه ډله په بشپړه توګه له منځه یوسي. د داعش مالي امکاناتو ته په کتو سره ویل کېږي چې طالبان به په دې بریالي نه شي، څو دغه ډله له منځه یوسي. پر دې اساس یوازینی ځواک چې د داعش له منځه وړلو توان لري؛ افغان امنیتي ځواکونه دي. که ایران واقعا غواړي داعش ډله له منځه یوړل شي، نو دا ضرورت پېښ دی چې دوی باید له افغان پوځ او امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي. په دې لړ کې دا د افغان حکومت دنده ده چې پر ایران فشار زیات کړي او ترې غوښتنه وکړي، که د داعش له منځه وړل غواړي باید له افغان حکومت او افغان پوځیانو سره مرسته وکړي، نه دا چې د یوې ترهګرې ډلې له منځه وړلو لپاره له بلې ترهګرې ډلې سره لاس یو کړي. هغه هم داسې ډله چې هېڅ قانون او اصولو ته پابندي نه لري.
سرخط ورځپاڼه