- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمدعیسی مومند
- 1163
ولسمشر اشرف غني د پاریس غونډې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره لیدنه درلوده، خو تر دې وخته د دغې لیدنې جزیات نه دي خپاره شوي. پاکستاني لوري هیله څرګنده کړې چې دغه لیدنه به د دواړو هېوادونو تر منځ رامنځ ته شوې ستونزې ته د پای ټکی کښېږدي چې له دې سره به د کابل اسلاماباد اړیکې ښې او د سولې خبرې به پیل شي.
یو شمېر پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی که په روان ژمي کې د سولې خبرې پیل نه شي نو هيڅ وخت به د افغان دولت او طالبانو تر منځ خبرې مثبته پایله و نه لري. خو د پاکستان ټینګار د څه لپاره دی؟
پاکستان او د سولې خبرې پاکستان د لومړي ځل لپاره د روان کال د تلې په میاشت کې د وسلهوالو طالبانو یو شمېر استازي د افغان حکومت له استازو سره خبرو ته کښېنول؛ خو د ملا عمر د مړینې د خبر تر خپرېدو وروسته د سولې خبرې په ټپه ودرېدې. د خبرو درېدو په پایله کې د طالبانو نوي مشر اختر منصور اعلان وکړ چې جګړې ته به دوام ورکوي. جګړه روانه ده او په دې برخه کې د منصور سربېره پاکستان هم خپل وروستي امکانات وکارول، اما تر دې دمه یې د پام وړ لاسته راوړنه نه ده درلودلې.
د سولې پر خبرو د پاکستان ټینګار په اړه دوه دلایل مطرح دي؛ لومړی دا چې د ژمي موسم را روان دی او د هوا سړېدو له امله طالبان نه شي کولای جګړې ته دوام ورکړي. تېرو کلونو ته په کتو سره وسلهوال طالبان د ژمي له خوا ځانمرګو بریدونو ته مخه کوي، خو د دغو بریدونو شاوخوا ۸۵٪ خنثی کېږي. دویم دلیل د افغان امنیتي ځواکونو پياوړتیا او تجهیز پورې تړلی دی. په نږدې راتلونکې هند ۴ جنګي الوتکې افغان پوځیانو ته ورکوي.
روسیه هم د سپکو وسلو په برخه کې مرسته کوي، له دې ورهاخوا په ۲۰۱۶ کال کې له برازیل او امریکا څخه هم جنګي الوتکې ترلاسه کېږي. د دغو تجهیزاتو موجودیت په صورت کې وسلهوال مخالفین خپل قوت له لاسه ورکوي، خو د اسلاماباد غوښتنه دا ده چې اوس مهال چې طالبان یو څه په قوت کې دي او توانېدلي ځینې جبهې ګرمې وساتي، د خبرو تر سره کېدل کولای شي دغې ډلې ته د زیاتو امتیازاتو په ورکړې تمام شي چې په پایله کې به یې د همدغې ډلې په مرسته د پاکستان اهداف هم ترلاسه شوي وي.
د افغان حکومت دريځ
د تېرو کلونو په اوږدو کې پاکستان ثابته کړې ده چې پرې باور نه شي کېدای، خو بیا هم ولسمشر غني اسلاماباد او راولپنډۍ ته فرصت ورکړ چې خپله رښتینولي ثابته کړي او له همدې امله یې د نوازشریف سربېره د پوځ له لوی درستیز راحیلشریف سره هم ولیدل، اما پاکستان له دغه فرصت څخه استفاده و نه کړه. له همدې امله افغان حکومت د سولې خبرو پیل، نړيوال تضمین پورې تړلی بولي. ځینو چارواکو ویلي، افغان حکومت له چین، امریکا او سعودي عربستان څخه غوښتنه کړې د پاکستان او د سولې خبرو تضمین دې وکړي، خو تر دې دمه دغه تضمین وجود نه لري.
د دغو هېوادونو له خوا د تضمین په نشتوالي سره، دا هم نه شي تضمینېدای شي د جګړې په موسم (پسرلي او دوبي) کې دې طالبان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه نه شي.
د تضمین په نشتوالي سره دا وېره پر خپل ځای ده چې طالبان بېرته د جګړې ډګر ته ستنېدونکي دي، له همدې امله د سولې لنډمهاله خبرې بېګټې بلل کېدای شي، مګر دا چې د پاکستان سربېره، امریکا، چین او سعودي عربستان تضمین وکړي چې پاکستان به طالبان جګړې ته نه پرېږدي.
طالبان
وسلهوالو طالبانو تر دې دمه د خبرو د پیل په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی، خو تر دې وړاندې د طالبانو مشر اختر منصور د جګړې پر دوام ټینګار کړی و. له وسلهوالو طالبانو د پاکستان ملاتړ په اړه شک نه شته، خو لا څرګنده نه ده چې طالبان به د پاکستان غوښتنه پوره ومني که نه؟ ځکه د پاکستان په غوښتنه د سولې په خبرو کې د طالبانو ګډون که له یوې خوا د دوی ۱۴ کلنه جګړې تر پوښتنې لاندې راولي، له بلې خوا دا ثابتوي او پر دوی یې مني چې دغه ډله د پاکستان په غوښتنه او لمسون جنګېدلې. له دې سره به طالبانو سیاسي انتحار کړی وي. که دا ومنل شي چې طالب مشران به دغه انتحار ته چمتو و اوسي، ایا د دغې ډلې ټيټپوړي قوماندانان به د سولې له خبرو پیروي وکړي؟
څه باید وشي؟
طالبان عملا په دوو ډلو وېشل شوي دي. د ملا محمدرسول ډلې د سولې خبرو ته چمتووالی ښوولی دی. ضرورت دا دی چې له دغې ډلې سره د سولې خبرې پیل شي. د نورو متخاصمو ډلو پر وړاندې د جګړې دوام او د دوی د ځپلو اړتیا لیدل کېږي، څو خبرو ته حاضر شي.
دې ته په پام سره چې د سولې خبرې پوځي حل نه لري، نو پر پوځي فشار سربېره د خبرو هڅو ته هم باید دوام ورکړل شي.
افغان پوځ ته د نويو تجهیزاتو په رسېدو، دغه ستونزه حلکېدونکې اېسي او تر ډېره شونې ده چې د بینالافغاني خبرو له لارې روانې کشالې ته د پای ټکی کېښودل شي. خو له پاکستان سره ستونزه پر خپل ځای ده. ظاهرا پاکستان په اسانۍ له ورانکاره فعالیتونو لاس نه اخلي، نو اړتیا دا ده چې پر پاکستان سیمهییز او نړيوال فشارونه زیات شي. په دې برخه کې له هغو هېوادونو د مرستې غوښتنه اغېزمنه تمامېدای شي چې له افغانستان سره د ستراتېژيکو همکاریو او دفاعي – امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي.
سرخط ورځپاڼه