- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد نعمان دوست
- 1063
وطن کې له لسیزو راهیسې اور بل دی. اور ژبغړاند کېږي. له موږ سره یوازې اوښکې دي او دومره لوی اور په اوښکو ګل کول، معجزه غواړي.
اور ډېر شیان وسوځول او لا لګیا دی سوځول کوي. په دې سوځېدونکيو شیانو کې یو ډېر مهم شی باور دی.
په راتلونکي باور. د خپل ځان په راتلونکي او د خپل هېواد په راتلونکي. د بېباورۍ ناروغي خطرناکه ده او څوک چې په دې ناروغي مبتلا شي، لکه فلج مخلوق هیڅ نه شي کولای.
زموږ ګڼ شمېر ځوانان په دغه ناروغي مبتلا دي، شدت اخلي او له یوه بل ته سرایت کوي.
همدا لامل دی چې داسې ځوانان هم د وطن د پرېښودو تکل کوي چې دلته یې ژوند نسبتاً ښه روان دی.
دغې بېباوري زموږ ګڼ ځوانان او تنکي ماشومان د سمندري ژوو خوراک کړل، په بندو کانټینرونو کې یې ساهوې ورکړې، په سرحدي سیمو کې پردیو پولیسو وویشتل. قاچاقبرو ورسره د نه کولو کارونه وکړل او...
هغه ځوانان چې دغه سفرونه یې کړي دي، زړه بوږنوونکې خاطرې لري. هغوی له داسې حالاتو سره مخ شوي دي چې ویلو ته یې زړه نه شي ښه کولای. د نه ویلو غمونه یې په زړه کې خښ کړي او هره شېبه ورسره نارامه وي.
انساني قاچاق یوه نړیواله ستونزه ده. د دغې ستونزې پراخېدو ته جګړو لاره هواره کړې ده. نن سبا سوریه له ټولو زیات کډوال لري، سوریه هغه هېواد و چې له جګړې وړاندې (۲۰۱۱ع ) یې هیڅکله د خپلو اولادونو دومره فرار نه و تجربه کړی. عراق هم همداسې درواخلئ، زموږ ګران هېواد افغانستان هم په همدې لیکه کې دی.
شمېرنې ښيي چې په روان مېلادي کال کې د بېلابېلو هېوادونو کابو یو میلیون کډوال اروپا ته رسېدلي دي. په دوی کې تر ټولو لویه برخه د سوریې ده او ورپسې زموږ هېوادوال دویم مقام لري.
زموږ د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، کابو (۱۵۰زره) هېوادوال سږ کال له هېواده وتلي دي، خو دا شمېره کره نه ده. ځکه ډېری کسان پرته له پاسپورټه وطن پرېږدي. پر ناقانونه لارو ځي. نو ویلای شم چې شمېره له دې ډېره لوړه ده.
دوی که له یوې خوا هېواد د بشري قوې له افلاس سره مخ کوي له بلې خوا په میلیونونو ډالرو پانګه هم له هېواده خارجوي، دغه اخراج د پانګهونې پروسه کمزورې کوي او چېرته چې دغه پروسه کمزورې وي، د بېکارۍ کچه لا پسې لوړېږي.
دغه سفرونه که له یوې خوا د انساني قاچاقبرو د درامد لویه سرچینه ده، له بلې خوا اروپا ته په لاره کې د پرتو هېوادونو لپاره هم د عاید غوره منابع جوړوي.
دوی په میاشتو میاشتو په دغو هېوادونو کې پاتې کېږي او هلته پاتې کېدل لګښتونو ته اړتیا لري.
دغه شان له قاچاقي مساپرو څخه پولیس هم لاره کې ناقانونه پیسې اخلي. دوی قانون ته مجرم دي، نو ځکه دې ته هم مجبور دي چې پیسې ورکړي.
د جلال اباد ښار یو ځوان چې د اروپا په نیت خوځېدلی و او د پاکستان په کوټه ښار کې پولیسو نیولی و، له هغه ځایه عجیب نکلونه لري.
ده راته وویل چې په زندان کې په سلګونو افغانان وو. پولیسو ترې په یوه او بل نوم پیسې اخیستلې. نفر به یې تالاشي کړل، ټولې پیسې به یې ترې واخیستې او بیا به یې ورته یوه پاڼه کې د اخیستل شويو پیسو کمه برخه ولیکله او چې کله به له زندانه خارجېدل، د همدې لیسټ مطابق به یې بېرته کمې پیسې ورسپارلې.
په دغو زندانونو کې قاچاقي مساپرو ته ډېرې ناوړه خبرې کېږي او داسې ځورول کېږي چې له دایمي پرېشانۍ سره یې مخ کوي.
دا ستونزه یوازې په پاکستان او ایران کې نه ده، په ډېرو پرمختللیو هېوادونو کې هم د قاچاقي مساپرو وضعیت دردوونکی دی.
د فرانسې په سرحدي ښار کالایس کې چې په زرګونو کسان پکې انګلستان ته د اوښتلو په تمه پراته دي، ډېر ناوړه حالت لري.
د خبرونو په حواله، په دې سړه هوا کې خلک په ځنګل کې پرته له سرپناه ژوند تېروي، ډېر لږ کسان یې نرۍ خیمې لري او بس.
د نټالي بینیټ (Natalie Bennett) په نوم یوه انګریزه خبریاله چې څه موده وړاندې یې دغه ځنګل کې د کډوالو حالت له نږدې کتلی، وېرونکی یې ښودلی.
هغې لیکلي چې د ماشومانو په سترګو کې وېره ښکاري. دلته ځینې مېرمنې امېندوارې دي چې که په همدې ناوړه حالت کې زېږون وکړي، نو ماشومان به یې تلف شي.
له قاچاقي مساپرو سره ډېرې بوږنونکې کیسې شته، داسې کیسې چې په اورېدلو یې غوني زېږه کېږي.
دغه سفرونه د قانون خلاف دي. خو عجیبه دا ده چې د دغو سفرونو کاروباریان د کابل په ګډون لویو ښارونو کې ازاد فعالیت کوي. د خپلو ګټو لپاره زموږ د ځوانانو له ژوند سره لوبې کوي او حتی د هغوی د مرګ لامل ګرځي.
افغان حکومت پر ولس څو ځلې غږ کړی چې دغه ناقانونه سفرونه دې نه کوي، خو د دغو سفرونو کاروباریانو ته بیا هیڅ نه وايي.
لکه مخالف وسلهوال چې نيشهیي توکي حرام ګڼي، خو عشر یې حلال.
سرخط ورځپاڼه