د ولسمشر غوڅ دريځ او زموږ د کلي امير صاحب


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالمجيد چهاردره‌وال
  • 1038

 زموږ د جومات تبليغي امير صاحب دوې مياشتې وړاندې په دې وياړ کاوه چې د ده يو زوی او ورور د طالبانو په ليکو کې د حکومت پر وړاندې جګړه کوي او د خپل کشر طالب ورور د ميړانې! کيسې به يې کولې چې پلانی پل يې والوزاوه، پلانۍ پوسته يې په کليوالو باندې په زور هواره کړه، دا يې وکړل او هغه يې وکړل.

زه دې کيسو ډېر حيرانولم چې د حکومت تر واک په لاندې سيمه «کندوز ښار» کې يو سړی داسې په جار د خپل مخالف ورور او زوی د مېړانو کيسې کوي؛ خو نه ورته امنيت څه وايي او نه پوليس، خو بيا به مې ويل چې دا يوازې امير صاحب نه دی چې امنيتي ځواکونه يې په دې تبليغاتو ونيسي، زموږ د سيمې د لسګونو نورو مشرانو زامن هم هلته د مخالفانو په کرښو کې په جګړه بوخت دي؛ نو امنيت به کوم يو رانيسي، بس په همدې به مې ځان وغولاوه.
خو د جمهور رييس له خوا په ملي شورا کې د ياغيانو پر وړاندې د غوڅ دريځ تر اعلان وروسته د کندوز په چهاردره، ارچي او خان‌اباد ولسواليو کې سخت عمليات وشول، په لسګونو طالبان پکې مړه او ژوبل شول او په لسګونو نور د امنيتي ځواکونو له خوا ژوندي ونيول شول.
د طالبانو وياند د مطبوعاتو له لارې خپل تلفات ردول چې زموږ د ښار په جوماتونو کې د څو جنازو اعلانونه وشول او د ښار د څو تنه ځوانانو جنازې چې د طالبانو په ليکو کې جنګېدل، کورونو ته راورسېدې.
دې عملياتو د طالبانو مورال ډېر راټيټ کړ، ډېری وسله‌وال يې نورو سيمو او حتا ګاونډيو هېوادونو ته د مزدورۍ په بهانه وتښتېدل او څوک په خپلو کورونو کې پټ شول. پاتې طالبان هم حيران دي چې څه وکړي؟
د طالبانو مشران خپل وسله‌وال په زور لومړۍ کرښې ته بيايي او يو کيلو مټر شا ته ورته پخپله ولاړ وي، کېبلونه او لرګي ورسره وي او د جګړې له کرښې تښتېدلي وسله‌وال پرې وهي او بېرته يې جګړې ته لېږي؛ خو جګړه نوره د دغو وسله‌والو د وس مساله نه وي او ترې تښتي.
ډېری پلرونه اوس په خپلو طالبو زامنو پسې سنګر په سنګر ګرځي او له مشرانو يې غواړي چې اولادونه يې بېرته کورونو ته ورستانه کړي، ځايي خلک هم چې د طالبانو له خوا يې ډېرې نادودې وزغملې نور زغم نه لري.
د طالب پر وړاندې کرکه مخ پر زياتېدو ده چې که حکومت خپل عمليات همداسې جاري وساتي، هغه ورځ ډېره نږدې ده چې نور د شمال ختيځ دغه مهم ولايت «کندوز» د تل په مخه د طالبانو له شره وژغورل شي.
ځکه چې دغه څو ورځې عملياتو بلا وکړه، اوس نه د کندوز ښار تهديدېږي، نه طالب د کندوز ښار د نيولو فکر کوي او نه زموږ د جومات امير صاحب د خپل ورور او زوی د مېړانې کيسې کوي.
څو ورځې مخکې امنيتي ځواکونو د امير صاحب پر کور چاپه وهلې وه؛ خو څه شی يې نه وو تر لاسه کړي.
بېګا ماښام يو ګاونډي کيسه راته کوله چې امير صاحب ترې د کوم شناخته قاچاقبر شمېره غوښتله، ويل يې چې زوی او ورور مې ايران ته لېږم. هماغه امير صاحب چې تر پرونه به يې د نورو وژل شويو طالبانو پلرونو او وروڼو ته مبارکۍ ورکولې چې نېکمرغه ياست چې مخکې له مخکې مو د اخرت غم خوړل شوی، اوس د امنيتي ځواکونو له خوا د عملياتو د پراخېدو له وېرې خپل زوی او ورور ايران ته د مزدوري لپاره لېږي.
امير صاحب اوس بېرته لکه د پخوانيو تبليغيانو اخلاقياتو ته مخه کړې، يوازې امر بالمعروف کوي او بس. هغه اوس نهي عن المنکر د حکومت دنده ګڼي.
سرخط‬ ورځپاڼه