- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- څېړندوی عبدالغفور لېوال
- 1153
زموږ یوه ملي ستونزه دا ده چې مدني، ښاروندي، موډرنې او پرمختللې غوښتنې مو زړو دودپاله او ورستو تش په نامه مشرانو ته ورسپارلې چې راته یې وغواړي یا یې تر لاسه کړي.
د جګړې د زمانې مشران باید پهلوانان او جګړهماران وي، خو د سولې د زمانې مشران باید پر ثبات، پرمختګ او روغه جوړه باور ولري. د اقتصادي پراختیا د زمانې مشران باید پر اقتصادي سیاستونو وپوهېږي او له نړۍ سره د تفاهم پر ژبه بلدوي.
زموږ نیمګړتیا دا ده چې یو ځل راته چا یو څوک «مشر» کړ؛ نو بیا یې تر مرګه نه پرېږدو، دا ازلي او ابدي مشران هم په پوره مهارت په نسلونو نسلونو کې داسې ذهنیت جوړ کړي چې دوی ته (نه!) ویل سوچ کفر شي او هر چا چې د نوي مشرتابه نوم واخیسته، کافر یې ګڼي. د ایډیولوژیکې مشري ستونزه همدا ده چې پر میراثي باورونو تکیه کوي، نه پر عملي بریاوو.
مشران جامع الکمالات نه وي چې هم دې جګړه کولای شي، هم دې سیاست. هم پر اقتصادي چارو وپوهېږي او هم دې سوله راوستلای شي، هم دې د اړتیا پر مهال د ګاونډیو دوست وي او هم دې یو وخت د هغوی دوښمن شي. هر مشر د خپلې زمانې لپاره مسوول دی، نه ښايي زمانه د هغوی لپاره ودرول شي.
د جګړې د زمانې مشران د دې لپاره چې یو شمېر خلک یې وژلي، تاواني کړي او ګواښلي وي، ځان په دوښمني ککړ بولي، ځکه خو د سولې له زمانې وېرېږي، له ثباته وېره لري، ځکه فکر کوي چې بیا به خلک ورسره محاسبه وکړي، محکمې ته به یې کش کړي او د وینو، لوټ تالان او نادودو پوښتنه به ترې وشي؛ ځکه خو یې ثبات او سوله نه خوښېږي. دوی د ځان او خپل اقتدار د ساتلو لپاره اجیر لښکر جوړوي، اجیر لښکر او ځانساتنه پیسې غواړي، دومره پیسې له مشروع لارو نه تر لاسه کېږي، ځکه خو نامشروع لارو ته لاس اچوي.
دا په دې مانا نه ده چې د جګړو د زمانې مشران دې لېرې وغورځول شي. که جګړه ملي وي او یو هېواد یې د خپلو لویو او ملي ګټو لپاره کوي، د سولې او پرمختګ پر مهال یې ښایي جګړهیز مشران تقاعد شي، درناوی یا نهدرناوی یې د خلکو کار دی. که پاک خلک وو، خامخا به یې خلک درناوی کوي. سرکار ته بویه چې د ژوند ژواک لپاره قانوني تقاعد ونډه ورکړي.
خو د عملي سیاست ډګر ته باید نوي مشران د راتللو چانس ولري چې وکړای شي د نوې سیاسي زمانې له غوښتنو سره سمې کړنې وکړي.
پخوا چې قوانین نه وو او هرڅه په تشدد اوزور ترسره کېدل، امیر عبدالرحمان خان د دې لپاره چې په خپله واکمني کې له سردرد او خنډو ځنډ سره مخامخ نه شي، تر ځان وړاندې یې د افغان ـ انګریز د جګړو ټول مشران په بېرحمي ووژل یا وشړل.
د امیر منطق دا و چې دوی ټول د پاچاهي دعوې کوي او له سرکاره د خپل حق په نامه جزیه غواړي، د دې لپاره چې حکومت ثبات ته ورسېږي، له شره یې ځان خلاصول بویه. د امیر دا کړنه سمه نه وه، تشدد غیرانساني کار دی، په تېره بیا د داسې مشرانو وژل چې یو مهال یې له انګریزانو سره د ولسي جګړو مشري کوله، خو ده یې اړتیا پېژندله او ورسره یې په خپله زمانه کې دود چلند کاوه.
اوسنۍ زمانه دبشري حقونو زمانه ده، نه ښايي هغه کار تکرار شي، خو اصلي هدف چې هغه مهال هم په پام کې و او اوس هم، دا دی چې د ثبات او پرمختګ له لارې باید د مشري ګڼ دعویدار داسې لېرې کړای شي چې تاریخي درناوی او بشري کرامت یې زیانمن نهشي.
مدني حقونه د نامدني مشرانو په خوله نهشي تر لاسه کېدای. تر ټولو لوی مدني حق «ژوند» دی، هغه جګړهماران چې د خپلو هېوادوالو د ژوند حق لوټلای شي، هغوی ته به هيڅ ډول مدني حق و نه ګټلای شي. هغوی چې یو مهال د دې یا هغې راډیو د اورېدو په جرم افغانان وژل، نه شي کړای د بیان د ازادي اتلان اوسي. هغوی چې د وسلو په زور خلک لوټل د خلکو د سرو مال د ساتنې دعوې نه شي کړای، هغوی چې ملي موزیم په پردیو وپلوره یا یې وران کړ، هغوی چې تاریخي اثار یې په بمونو والوزول، داسې کسان د خپل تاریخ ویاړونه نه شي یادولای او هغوی چې انسانان شکنجه کړل، د بشري حقونو مشران نه شو ګڼلای.
که د سولې او ملي روغې جوړې لپاره «تېر په هېر!» منطق منلو ته اړشو، بیا هم باید د عملي سیاست صحنه نوي نسل ته پرېږدو. هغه مشران چې لیک لوست یې نه زده، څنګه به د نننۍ زمانې پېچلي اقتصادي اړیکي تفسیر کړای شي؟ هغوی چې د ټوپکو په زور مشري ته رسېدلي دي، د هېواد د پرمختګ لپاره به یې په مغزو کې د طرحو جوړولو څه ځای پاتې وي اوکه نه؟
د نوي نسل وړ او پوهو، پاکو او متخصصو مشرانو ته به څوک مشري په زرین خانک کې ور ډالۍ نه کړي، بلکې دوی ته بویه چې خپله مشري په عمل کې ثابته کړي. دا هم سمه ده چې هيڅوک له موره مشر نه زېږي او باید د زمانې پر تبۍ پوخ شي، خو دا یوه ټولیزه هڅه ده چې خلک د یوې روښانتیايي او ویښتیایي دورې تر تېرېدو وروسته د نویو مشرانو پر راهسکولو باوري کړای شی.
تر دې وروسته موږ پر علمي لارو چارو او د افغانستان د ټولنیز، دودیز، فرهنګي جوړښت او ارزښتونو پر بنسټ باید داسې مشران راپورته کړو چې؛
• د افغانستان اقتصادي نظام پر علمي او عملي لارو چارو په پښو ودرولای شي.
• ټول افغانستان او ټول افغانان خپل وګڼي او د افغان انسان د ژوند د شرایطو د ښهوالي هڅه یې سیاسي لومړیتوب وي.
• د جګړو او شخړو د زمانې خاطرات ورپورې تړلي نه وي او هيڅوک یې ګرېوان ته د دې لپاره لاس ور وانهچولای شي چې پلار یا نیکه یې ور وژلي یا یې کور و ځمکه ورلوټلي.
• په هيڅ پردي سازمان، دولت یا هېواد پورې پټ یا ښکاره تړاو و نه لري او د هغوی ګټې تر ملي ګټو غوره و نه ګڼي.
• پر خلکو ګران وي او نفوذ یې رښتینی وي، نه له ډار یا مجبوریته.
ولس که دې باور ته ورسېږي چې نویو مشرانو ته یې اړتیا شته، نو تر لټون وروسته به ګڼ شخصیتونه ومومي چې په پورتنیو صفتونو موصوف وي. د ولس اراده به داسې مشران د کاروان سر ته راولي.