د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۷۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۷۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 3 کاله دمخه (05/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1170

سمسور (دوشنبه - وری - ۱۶) د ملي دفاع وزارت له لوري په جلا خبر پاڼو کې راغلي، چې تېره ورځ د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۴۳ طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

یاد وزارت وایي، چې افغان ځواکونو دا عملیات د هېواد فراه، کندهار او ننګرهار ولایتونو په بېلا بېلو سیمو کې د هوایي قواوو په مرسته ترسره کړي دي.

د وزارت د مالوماتو له مخې، چې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال  د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات، وسایط او چاودېدونکي توکي هم کشف او له منځه وړل شوي دي. 

د سرچینې په خبره، د یادو عملیاتو په پایله کې یو شمېر سیمې هم د دوی له شتون څخه پاکې شوې دي.

بل لورته بیا وسله والو طالبانو د دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.