موږ د ځان پر ضد جګړه کوو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حسن رنجبر
  • 1100

 د مالوماتو خلا به هر څه تالا ترغۍ کړي

 

پاکستان د ډېورنډ د سرنوشت په اړه افغانستان ته د رواني جګړې توپ رارغړولی دی، کله چې اعتماد او په خپلو ملي پرېکړو باور له لاسه وځي، هله خلک په حکومتي پرېکړو کې غرضونه ګوري او ډارېږي چې دې حکومت کې د پردې تر شا ځینې تور ګېمونه روان دي.
په تېرو څو ورځو کې د تورخم مسلې د خلکو او سیاسي شنونکيو په منځ کې یو لوی درز ایجاد کړ. 
دا مسله له ډېره وخته د افغانستان د سیاست پر میدان ښوري. کله چې د دواړو هېوادونو تر منځ د استخباراتي مالوماتو هوکړه‌لیک جنجالي‌او د سوتفاهم سبب شو، اکثره سیاستوال په دې باور شول چې حکومت د پردې تر شا له پاکستان سره یوه داسې معامله تر سره کول غواړي چې قیمت یې تر پنځوس میلونه ډېر انسانان او لویه جغرافیا ده. 
حکومت و نه شوای کولای چې د تفاهم‌لیک په اړه حقیقت او اوازې سره تفکیک کړي او وضاحت تر خلکو ورسولای شي.
له دې کبله چې په افغانستان کې سیاسي بې‌اعتمادي په اوج کې ده او د سیاسي مخالفتونو له‌پاره د پرنیسپ سرحدونه نه‌شته، نو هر سیاستوال د حکومت دا کړنه د ضعف په توګه استفاده کړه او په دې توګه یې تر ملي حساسیت زیات حکومت د ملي اعتبار له سوال سره مخ کړ.
اوس پاکستان د دې مسلې افغاني داخلي حساسیت ته متوجه شوی دی. 
پاکستان په دوه نقطو کې د افغانستان د تضعیفولو لپاره لاس په کار دی، اول دا چې د افغانستان اردو متلاشي شي او دویم دا چې په حکومت عامه باور صدمه وویني. 
په تازه کې پاکستان د ډېورند په چاپېریال د پوستو جوړولو هڅه وکړه او اوس پاکستانۍ رسنۍ داسې تبلیغات کوي چې دا د دوو هېوادونو د مخکېنیو توافقاتو برخه ده. 
په داخل کې دا مسله ډېره حساسیت پاروونکې ده، ځکه د افغانستان په ارماني سیاست کې ډېورنډ د حکومتونو له‌پاره د تعاملاتو او اختیار سره کرښه ده او که هر څوک له دې کرښې پښه اړوي، ګویا خپله بقا له خطر سره مخ کوي.
پاکستان اوس مهال بیا داسې بیانونه ورکړي چې موږ په خپل سر نه، بلکې د افغان لوري په موافقه د ډېورنډ په چاپېریال پوستې جوړوو او له دې عمراني بهیر بشپړېدو سره سم به دا پوله وتړل شي. 
په افغانستان کې ډېری سیاستوال او عامه خلک د پاکستان په دې خبره باور کوي، علت یې دا دی چې دې اړخ ته یا په ټوله کې افغان دولت د کوټلي او مالوماتي ځواب له‌پاره څه نه وړاندې کوي.
د افغان دولت چوپتیا ډېر سوالونه راپورته کوي. ایا افغان دولت نه‌شي کولای په دې هکله د ولسمشر او امنیت شورا له سټېجه کنفرانس ورکړي، په مطبوعاتو کې مستند اعتراض وکړي، یا هغه اوازې او پاکستاني تبلیغات محوه کړي چې د خلکو د تشویش وړ ګرځېدلي دي؟
افغانستان یوې نوې مرحلې ته ننوتی دی، د جګړې تر څنګ د رواني عملیاتو یوه تونده څپه د افغان ولس په غوږونو لګېږي او دا ډار او افوهات خلک په اسانۍ ګمراه کولای شي.
په شمال کې دوستم د ملېشو په زور عملیات کوي، که څه هم هلته ملي ځواکونه ورسره مله دي، خو ځینې سیاسي‌مخالفین د نیول شويو کسانو عکسونه خپروي او په ډاګه کوي چې دا پښتون تبعیضي کمپاین دی.
په کوټ کې داعش دوه کورونه وسوځول، خو تبلیغاتي څپه چې له هېواده له بېرون څخه راالوتې وه، د ناموسي تښتونو ګمراه کوونکې ډرامه راجوړه کړه او ټوله پړه د افغان دولت پښو ته ولوېده چې ولې د داعش پر ضد عملیات نه کوي، یا ګویا دا د دولت پروژه ده.
د رواني ناورین نورې نښې هم شته، د امریکا یو انسټیټيوټ د دې لپاره چې د امریکا حکومت له سنا څخه د افغانستان لپاره بودجه واخلي، نو یې د افغانستان د حالاتو معکوسه او ډارونکې لیکنه وکړه، خو د دې لیکنې افغاني تاثیراتو ته زموږ متحدینو و نه کتل او هغوی یوازې غوښتل په دې لیکنې سره امریکايي ذهنیت او بودجه جوړه کړي. 
افغان دولت و نه توانیده چې د دا ډول خبرو پر ضد موقف ونیسي او یا خلکو ته روښانه کړي چې بهرني مېډیايي تبلیغات په کوم مناسبت موږ تر اور لاندې نیسي.
په هر صورت؛ دولتونه هم بهرني او هم کورني رقیبان لري، هر وخت د تبلیغاتو او منفي پروپاګندې تر ګوزار لاندې راتللای شي، خو په حکومت پورې د خلکو د روحیې او مورال برخلیک تړلی دی، حکومت باید د مالوماتو او دفاعي موضع په مرسته هر وخت د منفي پروپاګندې د خنثا کولو مسوولیت جدي وګڼي.
په ټولو پاسنیو مواردو حکومت غلی دی. دا غلی‌توب سوالونه سوا کوي او حکومت کولای شي د یودرځن ویندویانو په مرسته هر وخت دفاعي او د ضرورت په وخت کې تعرضي موقف خپل کړي. 
که داسې و نه‌شي، د افغانستان دښمنان به د جنګ تود سنګر وبایلي، خو د سړې جګړې او تبلیغاتو په مټ به د ذهنیت بدلولو او ګمراه کولو لوبه وګټي.
سرخط ورځپاڼه