جمهوري غوښتونکي: بایډن دې استعفا وکړي؛ افغانستان یې برباد کړ

جمهوري غوښتونکي: بایډن دې استعفا وکړي؛ افغانستان یې برباد کړ


  • 2 کاله دمخه (28/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1207

د راپورونو له مخې، چې د امریکا جمهوري غوښتونکيو یو شمېر غړو په کابل کې تر خونړۍ چاودنې وروسته ویلي، بایډن د رهبرۍ وړتیا نه لري او باید له خپلې دندې استعفا ورکړي.

دوی ویلي، چې له دې وروسته به د بایډن د استیضاح او استعفا لپاره خپلې هڅې پيلوي، ځکه بایډن د افغانستان په اړه له ناسمې تګلارې او پالیسۍ کار واخیست او د نوموړي د بې‌کفایتۍ له امله په کابل کې خونړۍ چاودنې وشوې.

جمهوري غوښتونکيو غړیو په اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې، چې په وینا یې د نوموړي په ټوله کې رهبري ناکامه او له کمزورتیاوو ډکه ده. 

تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر بایډن نیوکې کړې وې، چې په خبره یې د افغانستان په اړه یې له ډېرې غلطې تګلارې کار اخیستی او د ده دې ضعف افغانستان په لوی لاس طالبانو ته په واک کې ورکړ.