څوک چې فیلان ساتي، دروازې لوړې جوړوي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر نبي مصداق
  • 888

 په کابل کې د امریکا د باد راوړو ډالرو په باران سره چې د کرزي په ۱۲ کلنې دوره کې راورېدل، جګ، جګ تعمیرونه، د مرخېړیو په شان را شنه شول. دا تعمیرونه د حکومت د کوم پلان په مطابق نه؛ بلکې د ځانګړو زورواکانو په خپله خوښه په هر ځای او هره نقشه کې چې یې غوښتل، جوړ شول.

د ښار داسې برخې هم شته چې هلته یو جګ تعمیر د سړک په منځ کې جوړ شوی او موټرو ته د هغه تعمیر دواړو خواوو ته بلې لارې اېستل شوې دي. 
د دې تعمیرونو په جوړولو کې، نه کانالزاسیون، نه د پایپ د څښلو اوبو او نه هم د فزلاتو خوندي کېدو ته توجه شوې ده.
په عمومي ډول اوس کابل د نړۍ د ډېرو چټلو او بې پلانه، پلازمېنو نه شمېرل کېږي.
په همدې ډول ډېر لوړ تعمیرونه چې د مارکېټونو او نورو عامه خلکو د استفادې د وړ توکو د پلور له له‌پاره جوړ شوي، د اور لګېدنې له‌پاره، بېله لاره نه ده پکې جوړه شوې او هم د کابل ډېر ګران بیه د ودونو صالونونه چې ځینې یې تر پنځه زرو نفرو پورې ګنجایش لري، د تګ یوازې یوه لاره لري چې که د خوښیو د مجلسونو پر وخت، په دې تعمیرو کې اضطراري حالات رامنځ ته شي، ناممکن به وي چې ټول وګړي په یوه وخت له هماغې یوې لارې نه ځانونه راوباسي.
دا داسې مثالونه دي چې په نوره نړۍ کې، مخکې د ودانۍ له جوړېدونه ورباندې فکر کېږي.
د اګسټ په څلورمه، د میرویس په میدان کې چې پخوا کوټه سنګي نومېده، د برېزر پر وخت، د اباسین ځدراڼ مارکېټ چې دوولس پوړه او زر دوکانونه یې لرل، په دولسم پوړ کې اور لګېدنه وشوه. 
د کابل امنیه قومندان د اور لګېدنې دلیل، د خیاطی د دوکان اوتوو ګڼي چې یو شاګرد ورباندې کار کاوه.
کله چې د کابل اطفایې ته ټلېفونونه وشول، اطفایه، له دوو ساعتونو وروسته چې د اور لمبې، لسم پوړ ته را ټیټې شوې وې، راورسېده. 
د اطفایې یو موټر چې هلته راغی، اوبه په‌کې نه وې، د دوو نورو موټرو د اوبو پاشلو پایپونه دومره اوږده نه وو چې د ودانۍ دوولسم پوړ ته اوبه ورسوي.
له بلې خوا هغه کرېنونه چې کېدای شوای، په هغو کې د اطفایې موظفین د اوبو له بمبې سره، لس یا دوولس پوړه پورته کړي وای، هم تر ساعتونو پورې را و نه رسېدل.
په ټوله نړۍ کې د اطفایې موټر داسې زینې لري چې د سر په برخه کې یې دوو تنو ته ځای شته او دا زینې تر پنځلسو پوړو پورې جګېږي او په هوا کې معلقې پاتې کېدای شي. 
د اطفایې عمله د اوبو بمبه له هماغه ارتفاع نه په اور باندې، په ډېر سرعت سره اوبه خوشې کوي چې اور په څو دقیقو کې مړ کېږي. 
د کابل ټول د اطفایې ماشینونه، برسېره د پورتنیو ډالرو په باران چې ذکر شول، داسې زینې نه لري.
یو تن چې له نهم پوړ نه د ښیښې په ماتولو سره، په داسې حال کې چې تور لوګی یې تر شا راوت، د شل الا تر پنځه ویشت دقیقو له‌پاره لاسونه ښورول او له خلکو نه یې مرسته غوښتله، کله چې له اطفایې نه پوښتنه وشوه چې د دوی جال یا ترپال چېرته دی چې د هغه په نیولو سره دا کس، که ټوپ ووهي، وژغورل شي.
هغه جال تر اتوو نورو ساعتونو پورې هم د پېښې ځای ته را نه وړل شو؛ نوموړي شخص ځان را وغورځاوه او په څو دقیقو کې یې ساه ورکړه.
دا لومړۍ د اور لګېدنې پېښه نه ده چې په روان کال کې پېښه شوې ده؛ بلکې څو میاشتې وړاندې د کابل په مرکزي برخه کې له اور سره د مقابلې د ضعیف ماموریت په اساس، ټول سرای په اور کې لمبه شو.
په هغه وخت کې ولسمشر غني، د اور له صحنې نه لیدنه وکړه او بیا یې له خساره رسېدونکيو هټیوالو سره د مالي مرستې ژمنه وکړه. 
نن چې د اباسین ځدراڼ د مارکېټ له اور لګېدنې درې ورځې تېرې شوي، د میرویس میدان دا برخه اوس هم د پولیسو له خوا احاطه شوې او داسې معالومېږي چې د دې مارکېټ یوولس پوړه ټول دوکانونه چې د ټولو مالونو بیه یې دوه سوه پنځوس میلیونه ډالره اټکل شوې، سوځېدلي دي، د حکومت له خوا کوم لوړپوړی چارواکی تر اوسه صحنې ته د غمشریکۍ له‌پاره نه دی تللی؛ خو د ځوانانو معین، ډاکټر کمال سادات د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې نوموړو هټې والو ته به څه قرضه ورکړل شي چې خپل کاروبار بیا شروع کړي، خو د دې مارکېټ پنځه پوړه دوکانونه د نوموړو دوکاندارانو له خوا اخیستل شوي وو او هم د اباسین ځدراڼ مالک، حاجي خلیل ځدراڼ له حکومت نه توقوع لري چې د مارکېټ او د هټیو په جوړولو کې ورسره جدي مرسته وشي؛ ځکه وايي چې هر هټۍ چلوونکي د خپل فامیل اته، نهو تنو نورو ته ډوډۍ ورکوله او د ټولو غوښتنه دا ده چې د اباسین ځدراڼ مارکېټ چې په ټول کابل کې یې شهرت درلود، په بېړې سره د نویو حفاظتي پلانونو په مطابق بیا جوړ شي.
په کابل کې د اطفایې غټ مشکل دا دی چې نه فني پرسنول لري او نه هم د اور وژنې او د خلکو د ژغورنې سامان الات؛ که د دې کال له همدې دوو غټو اور اخیستنو له تجربو نه، څه زده نه شي، دا غمیزه به د کابل په ډېرو نورو جګ پوړو ودانیو کې بیا تکرار شي.
سرخط‬ ورځپاڼه