- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالحمید صیاد
- 1335
په دې هېواد کې ډېرې بدې دښمنۍ تېرې شوې او د ځينو څرکونه لا پاتې دي. له ننه څه باندې درې لسیزې پخوا خلقیان او پرچمیان د حزب اسلامي وینو ته تږي ناست وو او اخوانیانو هم هغوی خپل اصلي دښمنان ګڼل. د سیاسي واک له تر لاسه کولو سره يې په خلاص مټ په زندانونو کې ووژل او د حزب اسلامي چې هم پرې وس رسېده، صرفه يې پرې نه کوله.
چا هم دا نه باوروله چې ګنې دا اور او اوبه به يو وخت دا هر څه هېر او سره يو ځای به شي. د خدای کارونه وو، داسې شرایط را منځ ته ته شول چې هغه خبرې ولاړې او دا دی اوس د څو کلونو راهیسې هماغه خلک يو بل سره په مجلسونو کې کښېني او د پخوانۍ دښمنۍ ګراف يې په نشت حساب دی. دا ښه کار و، ښه په دې وو چې په ټوله کې يې د هېواد سولې او پرمختګ لهپاره شتون اړین و، وينه په وینه نه پرېمنځل کېږي.
حزب اسلامي خو له دې لانجې خدای خلاص کړ، خو لږ وخت لا تېر نه و چې خدای ورته طالبان د پاکستان په مرسته را پيدا کړل. په لومړيو کې هغوی يوازې په حزب اسلامي پسې راخیستې وه. حزب چې تر ټولو منظم ګوند و، په پوځي لحاظ يې هم ډېر څه لرل. طالبانو له واره د نورو سیاسي جریانونو پر ځای چې د دعوې له مخې يې باید پر هغوی پیل کړی وای، د حزب اسلامي پر مرکزونو حملې پیل کړې، رباني خپل زامن وبلل او حتا له دوستم سره هم طالبانو اتحاد وکړ.
طالبانو لومړی د حزب اسلامي پر لوی ډيپو په سپینه شګه کې حمله وکړه او بیا يې په سهيل کې د حزب پر قوماندانانو، په پای کې هغوی د کابل دروازو ته را ورسېدل، د دې لهپاره چې طالبان د وردګو له اسانې لارې کابل ته داخل شي، د چهاراسیاب له لارې را تاو شول، حزب چې له اوله پوه و، پرته له جنګه يې هغه سیمه د سروبي لهپاره پرېښوده. له ځمکې طالبانو او له هوا د سولې د عظیم الشان مشر رباني له خوا پرې پر ټوله لاره د الوتکو بمبار پیل شو.
د تېرو لسو پنځلسو کلونو په اوږدو کې حزب دومره وکړل چې ایله د طالبانو له شره څه نا څه ځان خوندي کړي او دا دی اوس داسې وخت را ورسېد چې دغه ګوند کابل ته راتلونکی دی.
حزب دلته دوه ډوله دښمنان لري، لومړۍ ډله يې هغه کسان دي چې يوازې د خپلو شتو او واک د ساتلو فکر ورسره دی، دا خلک که څه هم د اسلام په نامه تر ټولو سخت قومي تعصب ته لمن وهي، د دې تر څنګ له تېرو کلونو راهیسې د ډالرو پر بېپوښتنو بوريو ناست دي. دا خلک اوس له حزب سره نه کوم نظریاتي اختلاف لري او نه بل څه، یوازې د دې په سوچ کې دي چې خپلو غلاوو او بدماشیو ته تر کله دوام ورکړي، خو د دې تر څنګ يې دا هم ځوروي چې حکمتیار ولې پښتون دی؟
دا ډله د سیاسي مېز له پاسه له حکمتیار سره بل یو دلیل هم نهشي ویلای، خو لږ لږ له دې هم وېرېږي چې د کابل د جنګونو اصلي طراحان به عام ولس ته د هغه په وسيله ښه څرګند شي.
د اوس لپاره حزب اسلامي يو دښمن لري، دا دښمن که څه هم د هغې بلې ډلې په څېر د تعصب په ناروغۍ اخته دي، خو پر دې سربېره د حزب اسلامي، په تېره بیا د حکمتیار سخت دښمنان دي. د جهاد په کلونو کې دې خلکو يو څو جبهې درلودې، دوی هماغه وخت دواړه ډلې، خلقیان او اخوانیان وژل. دغه ډله په نظریاتي لحاظ کله هم له حزب اسلامي یا اخوانیانو سره نهشي جوړېدای. د دې ډلې خلکو مشرانو د کرزي صاحب په حکومت کې هم ښې لوړې چوکۍ درلودې.
د عمل يا کړنې له پلوه هم خورا تېز او احساساتي خلک دي، له مادي پلوه هم له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کرزي صاحب د پسات له برکته ښه ماړه شول، دا خلک په هيڅ لحاظ دې ته تیار نه دي چې حزب اسلامي دې په هېواد يا حکومت کې فعاله ونډه ولري. دا ډله شعلهیان يا د راوا ډله ده چې په فکري توګه د چین کمونيزم غواړي. همدا علت دی چې په دې شپو ورځو کې يې غړي د حزب اسلامي پر ضد له رسنیو خبرې کوي. ګورو به چې دا خطرناکه ډله به د حزب پر وړاندې په را تلونکي کې څه کوي او د حزب اسلامي دريځ به تر دې وروسته د هغوی پر وړاندې څه وي!؟
سرخط ورځپاڼه