په شترنج لوبه کې قاضي نه‌شته


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ژباړه:کمالپوري
  • 981

د شترنج «پچیس» لوبه په ۶مه عیسوي پېړۍ کې په برصغیر «برصغیر په اسیا کې اوږدې جزیرې ته ورته پوله ده چې د هند بهر شمال ته موقعیت لري، دې پولې ته برصغیر ځکه وايي چې د جغرافیايي موقعیت او پوهې له اړخه له نورو سره توپیر لري. په برصغیر کې هند، پاکستان، بنګله‌دېش، بوتان، مالدیپ، نیپال او د سریلانکا هېوادونه شامل دي.» کې پیل شوه، هلته ۳۰۰۰ کاله مخکې د ګفتا د کورنۍ حکومت و.

ګفتا پاچا له لوبو سره بې‌کچې مینه درلوده.
یو ورځ ده په خپل ریاست کې اعلان وکړ چې له پخوانیو دودیزو لوبو نه تر پزې راغلی؛ نو اوس هر هغه څوک چې ورته نوې لوبه ور معرفي کړي، په لوړه جایزې به یې ونازوي.
ډېری خلکو خپلې خپلې لوبې ور معرفي کړې، خو پاچا پرې ډاډه نه‌شو، وروسته یو ریاضي پوه چې نوم یې سیسا و، شطرنج یا پچیس لوبه یې پاچا ته ور مخ ته کړه، پاچا چې دا لوبه ولیده ډېر خوښ شو. پاچا له سیسا وپوښتل چې وغواړه څه غواړئ؟
سیسا څو شېبې فکر وکړ او پاچا ته یې وویل چې زه خو د وریژو څو دانې غواړم!
پاچا وپوښتل هدف مو څه دی؟
سیسا وویل چې د شترنج ۶۴ خانې «کورګي» له وريژو ډکې کړئ، خو زما د فورمولې په مطابق!
پاچا وپوښتل چې دا فورموله څه ده؟
سیسا وویل چې په لومړۍ ورځ په لومړۍ خانه کې د وريژو یوه دانه کښېږدئ بیا یې ما ته راکړئ.
په دويمه ورځ په دويمه خانه کې دا دانې غبرګې کړئ، یانې دوه د وريژو دانې کښېږدئ.
درېیمه ورځ په درېیمه خانه کې د دويمې خانې غبرګ رقمونه یانې ۴ د وريژو دانې کښېږدئ او همداسې په هره خانه کې د وروستۍ خانې دانې غبرګوئ چې ۶۴مې خانې ته ورسېږئ.
پاچا د سیسا دا بې‌وقوفانه غوښتنه ومنله.
دا نو اوس د نړۍ داسې لوبه جوړه ده چې خپله نړۍ یې په حل کې پاتې راغلې، دا په ښکاره اسانه لوبه ښکاري، خو دا د نړۍ یوه ستونزمنه معما ده چې اوس یې درې نیم زره کاله تېریږي، خو د ۶۴ خانو ډکول ممکن نه دي.
پاچا په لومړۍ ورځ د شطرنج په لومړۍ خانه کې یوه د وريژې دانه کېښوده او بیا یې سیسا ته ورکړه، په دویمه ورځ يې سیسا ته دوه دانې ورکړې او درېیمه ورځ یې ۴ ورکړې، څلومره ورځ د وريژو دانې ۸ شوې، پنځمه ورځ ۱۶ شوې، ۶مه ورځ دا شمېره ۳۲ شوه، ۷مه ورځ ۶۴ شوې او په اتمه ورځ د شترنج د تختې د لومړی «رو» لیکې په اخېري خانه کې ۱۲۸ دانې د ورېژو شوې او په ۹مه ورځ د دې شمېر ۲۵۶ شو، په ۱۰مې ۵۱۲ شوې، په ۱۱مه د دې شمېر ۱۰۲۴ شوې، ۱۲ ورځ ۲۰۴۸ شوې او همداسې دا شمېره سره غبرګېده او پاچا په دې فکر کې شو چې له یو ستونزمن کار سره لاس و ګرېوان شوی.

دی او وزیران یې ټوله ورځ ناست وو او د وريژو دانې به یې سره شمېرلې، کله چې د شترنج درېیمې لیکې اخېري خانې ته ورسېدل د وريژو دانې ۸۰ لکو ته ورسېدې چې پاچا ته د وريژو د راوړلو لهپاره او سیسا ته د وړولو لهپاره په لسګونو خلک په کار شول.
لنډه دا چې کله د شترنج څلورمې لیکې لومړۍ خانه یا ۳۳ خانه پیل شوه؛ نو د هېواد وريژې تمامې شوې، پاچا حیران شو او په دې وخت کې یې یو ریاضي‌پوه را وغوښت او ترې ویې پوښتل چې د شترنج ۶۴ خانو لهپاره څومره وريژې او څو ورځې نورې په کار دي؟
پاچا ته راغلی ریاضي‌پوه څو ورځې ناست و، خو د وخت او د وريژو د دانو کچه یې مالومه نهشوای کړای، خو دا کچه ۳۵۰۰ کاله وروسته بلګیټس مالومه کړه.
د بلګيټس فکر دا دی چې که موږ له «یوه» سره ۱۹صفره ونښلوو، په ۶۴مه خانه کې همدومره د وريژو دانې راځي.
دی وايي که موږ په یوه بوجۍ کې یو بیلیون د ورېژو دانې ور واچوو؛ نو د وريژو د پوره کولو لهپاره ۱۸ بیلیونه بوجیو ته اړ یوو او د دې وریژو دانو د ګڼلو په شترنج ايښودل او پورته کولو لهپاره یو بیلیون کاله ته ضرورت لرو چې په عام کالکولېټر «حساب ماشین» باندې يې محاسبه ناممکنه ده چې یوازې په کمپیوټر یې محاسبه کولای شو.
شترنج جوړونکي سیسا او ګفتا پاچا تر منځ په دې معامله کې کله چې پاچا ۶۴مې خانې ته ورسېد فوراً یې ونیو، ځکه د شترنج په نیمايي کې پاچا ته د وريژو د پوره کولو لهپاره ۵ نیمې ورځې ولګېدې او کله چې نورو خانو ته خوځېدې د هېواد ټولې وريژې ختمې شوې چې په دې سره پاچا کړیکه کړه او له ډېرې غوسې یې د شطرنج د جوړونکي سر غوڅ کړ.
دا چې د شترنج جوړوونکی مړ شو، خو سردردي یې لا اوس هم پای ته نه ده رسېدلې.
شترنج له هنده ایران ته ولاړ او له هغه ځایه بغداد ته او له بغداده بیا هسپانیا ته او له هسپانیا بیا اروپا ته ولېږدول شو، اوس په ټوله نړۍ کې دا لوبه عامه ده.
ویل کېږي چې دا لوبه سیاست ته ورته ده، په کومه کې چې له پیاده نیولې تر وزیره او پاچا پورې ټولې کړنې پکې موجودې دي، خو یوازې یو کردار پکې نهشته، چې هغه د قاضي دنده ده. هو په شترنج لوبه کې قاضي نهشته.
 
سرخط ورځپاڼه