مکسیکو کې د بس د چپه کېدو پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي

مکسیکو کې د بس د چپه کېدو پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي


  • 1 کال دمخه (07/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 439

د مکسیکو په سویل کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۸ وینزویلايي او هایټي کډوال وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.  

رویټرز ویلي، چې په وژل شویو کې ۱۳ نارینه، دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.

د راپور له مخې، دغه پېښه تېره ورځ جمعه رامنځ ته شوې او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.

دغه بس د اواخاکا او مرکزي ایالت پوئبلا په نښلوونکې لویه لاره له سړک څخه وتی او چپه شوی دی. 

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د امریکا او مکسیکو پولو ته د پناه غوښتونکو لوی شمېر رسېدلی دی.

پناه غوښتونکي هڅه کوي، چې په بس او یا په بار وړونکي اورګاډي د مکسیکو له پولې تېر شي.