د جاسوس درواغ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالحمید صیاد
  • 1238

 درواغ ويل که په اسلام کې يو ناروا عمل دی، په پښتونولي کې هم خورا سپک کار ګڼل کېږي. دا داسې کړنه ده چې تر ويلو له مخه يې يو انسان بايد لومړی پر خپل وجدان په جوختو وخېژي او بيا يې ووايي. همدا سبب دی چې درواغ ويل د ټولو ګناهونو جرړه ګڼل کېږي او ډېرې بدمرغۍ له همدې نه را زرغونېږي.

متل دی چې «دروغ وایه، په شرع يې روغ وايه» د دې متل موخه درواغجنو ته دا ده، که له درواغو نه منع کېږي؛ نو لږ تر لږه دومره ښکرور درواغ خو دې نه وايي چې سبا يې څوک تر ګرېوان را ونیسي او بیا يې سپیناوي ته خړ سترګي او هک پک ناست وي.
د همداسې ښکرورو درواغو يوه ستره بېلګه تېره اوونۍ د ښاغلي اسحق ګېلاني له مبارکې خولې راڅرګنده شوه. ګيلاني صاحب په اسلام‌اباد کې د يوه منونکي غلام په څېر پاکستاني چارواکیو ته وويل چې افغانستان په پاکستان کې لاس‌وهنه کوي او هند يې يوز کوي. 
د هغه دې ناپړیتو د دې خاورې اوسېدونکي تر اخېرې کچې حیران کړل، دا نو داسې خبره وه، لکه لمر چې له لوېدیځه راوخېژي او ټوله نړۍ يې په ليدو حیرانه شي. د جناب اغا صاحب د درواغو دا جملې رسنیو ته ډېر ژر ورسېدې، په لکونو خلکو يې د محاکمې غوښتنه وکړه، هماغه و چې مرکې يې پيل کړې او د خپلې خبرې د توجیې لپاره يې پاکستاني طالبان یاد کړل چې په کونړ کې اوسي.
د هغه له دې خبرې دا مالومېږي چې ګېلاني صاحب د يوه سیاستوال په نامه يا خو مطلق نالوستی دی او که دا نه وي، پر حقایقو داسې سترګې پټوي چې يو لوی جنایت يې بللای شو. دې خبرې ته به وروسته راشو، خو لومړی باید د افغانستان په برخه کې هند او پاکستان په لنډ ډول پرتله شي چې څوک رښتیا هم د دې هېواد دوست او څوک يې دښمن دی.
هند د مشروطیت له وخته له افغانستان سره نېکې او بې‌غرضه اړيکې لري، د امان الله خان پر وخت يې اړيکې د هغه ځای د مبارزانو د ملاتړ له امله نورې هم ښې شوې، د هندوستان په خپلواکي کې افغانانو مرسته ورسره وکړه او ان د داود خان او د کمونيسټانو د حکومت تر وخته پورې هندوستان داسې يوه هڅه او کار نه دی کړی چې هغه دې زموږ د هېواد ملي ګټو ته د ذرې هومره زیان هم ولري، خو برعکس پاکستان له لومړۍ ورځې د انګليسانو په وسیله د همدې لپاره جوړ شو چې په سیمه کې تلپاتې ناامني او په تېره بيا د پښتنو او بلوڅو وینې وبهوي چې د پاکستان دا جنایت تر اوسه دوام لري. ګيلاني صاحب په دې سترګې پټوي چې پاکستان څومره بې‌ګناه خلک په بنګلدېش کې ووژل!؟
د روسانو تر وتلو وروسته يې په کونړ، ننګرهار او پکتیا کې د کشمیریانو د پوځي روزنې لپاره مرکزونه جوړ کړل. پخپله مشرف وايي چې دا دیارلس کاله په افغانستان کې جګړه موږ روانه کړې ده، د بهرنیو چارو وزیر يې وايي چې موږ له افغانستان سره ډېر ستر خیانتونه کړي، خو ګيلاني صاحب له دې هر څه ناخبر دی. ګيلاني صاحب دې دا ووايي چې پاکستان د خپلو ګاونډيانو په کوم هېواد کې مداخله نه کوي او بیا دې هند هم ورسره مقایسه کړي.
پاکستان نه يوازې دا چې د ګاونډیانو لپاره يو نه رغېدونکی ناسور دی، بلکې د نړۍ ۲۸ هېوادونو ته ټروريسټان لېږي. ګيلاني صاحب چې کوم طالبان يادوي، دا هم پخپله پاکستان د نړۍ د اغفال لپاره جوړ کړل، خو دا چې لږه موده وروسته ورسره وران او له سواته يې د هغوی ښځې بوتلې، دا نو بېله خبره ده.
ګيلاني صاحب پر دې نه پوهېږي چې بلوڅان له پيله د خپلې خپلواکۍ په جګړه اخته دي او له غلامي ځان خلاصول، د هر انسان حق دی. دغه جناب د هند د مداخلې يوه وړه بېلګه هم نه‌شي پيدا کولای، خو يوازې د خپلې غلامۍ حق يې پاکستان ته ادا کړ. هغه د داسې يوه هېواد ناروا دفاع وکړه چې ټوله نړۍ يې د ټروريسټانو د مرکز په توګه پېژني. د ګيلاني صاحب د غلامۍ په برخه کې يو افغان هم شک نه لري، خو په دې ترې ګيله‌من دي، چې خوري، څښي دلته او هګۍ هلته اچوي، رښتیا هم د ګيلاني صاحب سترګې ډېرې کلکې دي، ځکه داسې درواغ پرته له هغه د نړۍ د بل انسان د وس خبره نه ده.

سرخط ورځپاڼه