خالي خیالي نصاب


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نعمت الله صديقي
  • 1194

 څه موده وړاندې د ننګرهار ښار په مختلفو ځایونو کې د درسي نصاب د لا بهترۍ لپاره د وړاندیزونو او اصلاحاتو بینرونه لګېدلي وو او هم په پوهنتونونو او سوشل رسنیو کې له اړوندو خلکو د مشورو او وړاندیزونه غوښتنه شوې وه، خو رښتیا خبره دا ده چې تېر کال د اسد پر ۲۶ مه هم په کابل پوهنتون کې ولسمشر اشرف غني د پوهنتونونو د نصاب په اړه استادانو او لوړو زده‌کړو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د نوي نصاب په اړه دې جدي غور وکړي چې هغه نصاب نور پای ته ورسېږي چې د پلرونو د وخت لیکچرنوټونه او چیپټرونه یې اوس هم زامنو ته تدریسېږي، مگر پخپله ولسمشر له خبرو پرته هیڅ جدي نه و، د سرکار پر هماغه زوړ سټایل او طرز ژمنې، سپارښتنې او خبرې وې، که خبره یوازې همدومره وي، موږ پوهېږو چې عمل مهم دی، د همدې ولسمشر تر ولسمشرۍ وړاندې د نصاب په اړه د ده ځینې داسې مهمې خبرې او تیورۍ د ننگرهار پوهنتون په ارشیف کې موندلای شو چې که ده غوښتل پلي یې کړي.

که هغسې شوي وای ممکن موږ به نن له څو کالونو وروسته د نصاب په اړه د دوامدار شکایت او مشکل خبره نه لرله، خو تر اوسه د نه پاملرنې له امله ښکاري داسې چې ولسمشر په دې برخه کې نور دوه کلونه د افغانستان د خورا ژور فکري بدلون هغه بېړۍ چې پر مصلحتونه یې روانه کړې نوره نه‌شي ژغورلای او دا نه ژغورنه یې پخپله د ولسمشر په شمول د ده د خاصو فرهنگي او علمي مشاورانو پر مخ هم توره کرښه ده.
په دې لیکنه کې غواړم د نصاب په اړه د مجموعي بهترۍ خبره وکړم، نه د نصاب پر تخنیکي اړخ چې یوازې پر څانگوالۍ پورې مې اړه لري، ځکه زموږ مشکل اوس عمومي یا مشترک دی یانې په ټوله کې له یو ډول ستونزو سره مخ یو.
موږ دا وخت په عمومي توگه درې ډوله نصاب لرو، اول یې هغه نصاب دی چې د دولت اړوند ښونځيو او پوهنتونونو کې د رسمي نصاب له مخې تدریسېږي، دویم یې د خصوصي ښونځیو، پوهنتونونو نصاب دی چې له دولت سره وصل دی، مگر نصاب یې د نړۍ د مختلفو هېوادونو پر مېتود رغېدلی دی چې ازاد نصاب هم ورته ویلای شو، درېیم یې د دینې او اسلامي مدرسو نصاب دی چې دا هم تر ډېره په ازاد ډول په مختلف شکل تطبیقېږي.
د دې درې واړو نصابونو مشکل دا دی چې له ابتدا څخه يې د همغږي او کټگوري پر ځای پر هغه ظرفیت تکیه وهلې چې کمزوري زده‌کړیال یو ځای او تکړه یې هغه بل ځای پاتې شوي دي، یانې یو ډول پخپله کټگوري شوي دي او په اروايي او فکري لحاظ یې کشمکش ته لاره هواره کړې ده، همدا بېلابېل نصاب دی چې د کټگوریو مشکل یې را منځ ته کړی، ابتدايي ښونځي چې غیر مسلکي ښونځي دي یوازې د زده‌کړیال پر چاپېریال او ابتدايي فکري او ذهني ودې کار لري، کوم نصاب چې د زده‌کړیالو اروايي او اخلاقي چلندونه حتا د استادانو پر وړاندې نه‌شي رغولای له هغه نصابه د ټولنې او کلچر سمونې هیله هوس دی چې په دې برخه کې د منځنیو زده‌کړیالو فکري او اخلاقي بېلگه په پام کې نيولای شو.
اصلا علمي تجربې، فکري او ذهني رغونه له همدې ځایه سرچینه اخلي. یو سټيټ مکلف وي چې پر غیر طبقاتي ډول د ابتدايي زده‌کړیالو لپاره د گډ نصاب په را منځ ته کولو کې نه ستړی کېدونکی نقش تر سره کړي.
دا کار له څو بعدونو گټور دی، د لومړنیو ظرفیتونو په را منځ ته کولو کې به مساوي حقداري را منځ ته شي، تعلیمي کچه ممکن لوړه شي، غریب او خان به دواړه حق ولري چې یو ډول نصاب ولولي، د ریاست ضد افکارو سوري به بند شي، ملي ارزښتونه او فکري اجماع را منځ ته کولای شي او بالاخره د همدې همغږیو برکت به وي چې نصاب به په یو وخت کې د ټولو لپاره د نویو معیارونو په اساس اپډيټ او پلی کېدای شي.
زموږ د نصاب په ابتدایي ښونځیو کې بله ستونزه د ښوونکیو ده چې د نصاب په جنجال کې یې مهم عناصر گڼلای شو، د جگړو له امله د علمي فقر دوره همدا وه چې تېره شوه، خو تر دې وروسته هیڅ استثنا او زړه‌خوږی نه دی په کار، غیر مسلکي او خیالي ښوونکي همدغه دي چې له نویو معیارونو سره نوی نصاب ورته کفر ښکاري، حال دا چې مساله یې د وړتیا ده چې د نوي نصاب د تدریس له نويو مېتودونو سره ځان نه‌شي عیارولای، د ټیټو ظرفیتونو په بهانه یې د نوي او معیاري نصاب مخه هم نیولې، موږ باید پوه شو چې که د نصاب پر ابتدايي کچه معیاري او پر نویو ظرفیتونو په ابتدايي ښونځیو کې کار و نه کړو گواکې په لوړه کچه د نصاب معیاري کېدل خوب ليدل او خیال جوړول دي.
په لوړه کچه د نصاب خبره هماغه د پوهنتون د نصاب خبره ده، دا باید په ډاکه وویل شي چې زموږ پوهنتوني نصاب دومره له علمي پلوه له نصابه خالي نه دی څومره چې د غیر تجربه لرونکیو استادانو له خوا خیالي شوی دی، د پوهنتون په نصاب کې دوه ډوله استادان دي چې یو یې کافي عمر لرونکي دي او بل یې ځوان کهول دی، زاړه استادان د نوي معیار له اساساتو ناخبره دي او ځوان استادان اداره او یا په اصطلاح حساب نه لري، همدا نن د ځوانو استادانو هغه نصاب راواخله چې د رسمي کریکولم له خوا ورته وضعه شوی په سلو کې به لس سلنه د متني ګډوډیو او د علمي خپل‌سریو له امله محصل ته یو غر پر بل غر ولي، دا نصاب چې یوازې پر تیوري ولاړ دی، استاد ښاغلي ته یې هم دا څه سخته نه ده چې د څه کم یو ساعت په اوږدو کې تیوري سره تاو راتاو کړي او وخت واړوي.
دا مشکل د ساينسي علومو محصلانو ته د تجربوي اوزار لابراټوارونو د نشتون له امله څو چنده شوی، دولت او پوهنتوني چارواکي دواړه ړانده او کاڼه دي، که څه هم دا مشکل په لومړیو کلونو کې په شدت سره موجود و مگر اوس چې د ځوانو استادانو تجروبوي ظرفیتونه په نسبي ډول لوړ شوي دي په اړه یې بې‌حسي په کار نه ده.
بله ستونزه چې په لوړو زده‌کړو کې سړی ورته گوته نیولای شي، هغه د کریکولم کمېټې دي، دا بالکل مسلکي عمل دی چې د هر مسلک اړوند خلک یې پکې ځای کړي دي، مگر زه یې د خپل مسلک «ادبیاتو» په اړوند درته وایم چې دا کمېټه هیڅ د نویو ادبیاتو له غوښتنو او ضرورتونو خبره نه ده.
تر ټولو ستره اشتبا او بې‌حسي چې دا کمېټي یې تر سره کوي هغه یوازې د کریکولم د حکم ورکول دي چې هیڅ پوښتنه یې پسې نه‌شته، د مشاهدې خبره ده چې په تېرو دوو دريو کلونو کې هیڅ یو هیات موږته نه دی راغلی چې د نصاب اړوند پوښتنې او ستونزې مو واوري، که د کریکولم کمېټې د خپل نصاب په اړه ژمنتیا لرلای، څو سلنه ستونزه دلته هم په نسبي ډول پخپله کمېدای شوای.
د نصاب د لیکلو طرز یا د نصاب لیکوالي بله هغه ربړه ده چې که د کریکولم کمېټې په دې اړه جدي نه‌شي گواکې نصاب که د اکسفورډ او کیمبرج هم راوړل شي، مه دې شه! نه استاد پر خپله خبره پوه دی او نه محصل له استاد او چیپټره اخذ کولای شي.
زموږ د پوهنتونونو د نصاب تر ټولو بده یې لا دا ده چې د ملي مسایلو او ارزښتونو جگړه پکې روانه ده، دا باید په ډاگه شي چې د یو سټيټ د پوهنتون پر محصلانو د هیڅ سیاست بندیز نه‌شته، مگر که له سرو کرښو اوښتنه د سیاست په نامه هر څوک کوي دا به سیاست نه وي، زموږ نصاب دې ملي مسایل روښانه کړي او ارزښتونه دې اعلان کړي، هغه استادان چې د دې مسایلو پر وړاندې د ژمنتیا سوگند نه‌شي ورکولای هیڅ اړتیا یې پامول نه دي په کار!
د خپل نصاب غوښتنه تر ټولو اولینه غوښتنه ده یانې هر هغه څه چې د نصاب په برخه کې دي دا زموږ لپاره دي، د «موږ» د پېژندنې سربېره دې د نصاب هغه برخې ته هم لازمه پاملرنه وشي چې پر خپلو مکاني او زماني شرایطو یې د رغونې بنسټ ايښودل کېږي.
د تعلیمي ماهرانو تجربو ښوولې چې تدریسي سيسټم په څلورو ستنو ولاړ دی، د درس ویلو ځایونه «ښوونځي، پوهنتونونه او مدرسې» د استادانو او معلمانو د علمي معیار او فکري یووالي تر څنگ د نصاب د کتابونو علمي او فکري لوړوالی او شفاف امتحاني نظام داسې څه دي چې که یوه ستنه یې هم کمزورې وي، د ودانۍ د نړېدو خطر یې شته.
په همدې بنیادونو که موجود حکومت د تعلیم په برخه کې یوه داسې ریاستي پالیسي وضعه کړي چې د حکومتي کريډیټ پر ځای ریاستي گټو ته ژمن شي، بویه د تاریخ له هغې تورې کرښې چې پورته مو یاده کړه، که څه هم د توگنې چانس یې کم دی، پر یوه نسبي هڅه خو به یې ځان له ډېر خجالته خلاص کړی وي!

سرخط ورځپاڼه