په خپلو لاسونو کمزوری شوی وطن


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نعمان دوست
  • 1121

د هیواد له ختیځه دردونکي خبرونه را روان دي او دې خبرونو پر دولت او د اشغال سره د مقابلې په نوم د جنګیدونکیو ډلو اعتبار، له غټ صفر سره ضرب کړی دی.

د اساسي قانون د پنځمې مادې له مخې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع د دولت مکلفیت دی؛ خو اوس دولت په دې مکلفیت کې ناکام ښکاري.
په دې ماده کې لولو: (( ... له استقلال، ملي واكمنۍ او ځمكنۍ بشپړتيا څخه دفاع د هېواد د امنيت او د دفاعي قابليت تاْمين، د دولت له اساسي وظيفو څخه دي.))
 مکار او ظالم ګاونډي له مودو راهیسې زموږ شینکی کونړ د درنو وسلو تر ګوزارونو لاندې نیولی او اوس ځايي خلک دعوه کوي چې ځینې سیمو کې له فرضي کرښې هم مخکې راروان دی. زموږ نیمګړې ځمکنۍ بشپړتیا یې تهدید کړې ده او لا خپل تجاوز ته ادامه ورکوي. دغه شان خبرونه وخت ناوخت له جنوبه هم ترلاسه کیږي. 
که له یوې خوا دولت له خپل ارضي تمامیت څخه په دفاع کې پاتې راغلی او خپل باور یې زیانمن کړی؛ نو له بلې خوا د هغو ډلو داعیه یې هم د اهل بصیرت په وړاندې بې اعتباره کړې چې په زرګونو ځوانان یې له اشغال سره د مقابلې تر نوم قرباني کړل؛ خو اوس د دې اشغال مقابل کې خاموش دي.
د افغانستان واګې که له هر چا او هرې ډلې سره وي؛ خو له ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې دفاع د ټولو دنده او مسوولیت دی او دا کار یوازې دولت ته سپارل او هغه هم دغه شان کمزوري دولت ته، له مسوولیته تیښته او یا سترګې پټول دي.
افغانستان؛ ځناورو ته پاتې میراث
د تیمورشاه له واکمنۍ را وروسته خپلمنځي او د واک په سر جګړو د افغانستان مټې کمزورې کړي دي. د همدې جګړو دوام و چې ابدالي امپراتوري یې دړې وړې کړه او حتې د وخت په تیریدو یې له خپل اصلي بدنه هډونه جلا شول او دا غښتلی او غوښن وطن یو تش اسکلیټ پاتې شو.
امیر عبدالرحمان خان که څه هم د انګلیسانو مطیع او فرمانبردار و؛ خو قلباً یې دوستان نه ګڼل او دغه فرمانبرداري یې که له یوې خوا د خپل سلطنت د دوام په پار وه؛ نو له بلې خوا یې خپله کمزوري یو مجبوریت و. ځکه د دولت زور یې د واکمنۍ په لومړيو کلونو کې  د داخلي شورشونو په ځپلو کې اوبه شو او له دې زبرځواک سره مقابله ورته سخته وه. ممکن دا ویره هم ورسره وه که انګلیسانو سره لاس او ګریوان شي، هسې نه  په زور ځپل شوي باغیان بیرته د مخالفت سرونه راپورته کړي.
دغه مجبوریت د امیر له دې مایوسانه څرګندونو ښه ترا جوتیږي: 
(( ملت مې د هغه کمزوري پسه په څیر دی چې له دوه طرفونو خرس او زمری ورته د تمې په سترګه ګوري او پرته د حقیقي ساتونکي له مرستې دا کوچنۍ مړۍ [ لُقمه] نشي کولای ځان تر ډیره د دې دواړو منځ کې وساتي. ))
هغه وخت په سیمه کې د دې دوه ځناورو ( روسیه) او (انګلستان)  ترمنځ د خپلو جغرافیو او مستعمرو د پراختیا رقابت روان و او دې رقابت لپاره یې افغانستان د سیالۍ میدان جوړ کړی و.
اوس هم زموږ خاوره د تمرین او سیالۍ میدان دی؛ خواشینونکې دا ده چې موږ اوږدې کورنۍ جګړو دومره کمزوري کړي یوو چې د سترو ځواکونو په ځای اوس یو نوزاد وطن او بل هغه وطن مو ځمکې ته سترګې نیولي چې یو وخت یې شاه په ریږدیدلو لاسونو خپل تاج زموږ د ځوان پاچا (شاه محمود هوتک) پر سر کیښود.
پر پردیو اتکاء 
د تیمور شاه د واک وږې اولادې ترمنځ د اقتدار په سر جګړو، زموږ وطن پردیو ته محتاج کړ او دا لړۍ همداسې روانه ده. دې پردیو، د دوستۍ تر نوم لاندې زموږ هیواد تل د خپلو ګټو لپاره کارولی او چې کله یې مرستې ته اړتیا پیښه شوې، نو دوستي یې هیره کړې او پر سپین میدان یې پرې ایښی دی. 
د پنجدې غمجنه پیښه د تاریخ په حافظه کې ثبت ده او له دې څخه د پردیو دوستي په ښه توګه څرګندیږي.
 امیر عبدالرحمان خان سره له دې چې ځان یې انګریزانو ته ډیر نږدې باله؛ خو ځای ځای یې د هغوی له ناځوانۍ سر ټکولی دی. 
هغه لیکي چې د روسیانو لخوا د پنجدې د نیولو له نیته خبر و. انګلیسانو ته یې وویل چې هلته به یو لوی لښکر ولیږي، که جنګ وشو مقابله به وکړي او که ونشو نو خپل وطن دی پکې پراته به وي؛ خو انګلیسانو اجازه ور نکړه او نتیجه دا شوه چې ګڼ تلفات پیښ شول او پنجده د تل لپاره له لاسه ووتله. 
انګریزانو، افغانانو ته ډاډ ورکړی و چې روسان پرې حمله نکوي او که حمله وکړي نو دوی به یې ملاتړ کوي؛ خو پر خپله ژمنه ټینګ پاتې نشول. کله چې روسیانو پر پنجده حمله وکړه (۱۸۸۵) ، انګریزان هرات ته وتښتیدل او افغانان یې یوازې ورته پریښودل.
حتی افغان لښکرو انګریزانو ته وویل چې وسلې یې د روسیانو مقابل کې کمزوري دي. باروت هم نمجن شوي که جګړه کې یې ملا نه تړي نو خپلې وسلې دې دوی ته پریږدي؛ خو هغوی دا کار هم ونکړ او له وسلو سره وتښتیدل.
کټ مټ هماغه حال دی؛ له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون ته افغان دولت ډیر لیواله و او حتی د ۲۰۱۴ ټاکنو مطرح کاندیدانو به ویل چې که ټاکنې وګټي، نو سمدلاسه به دا تړون لاسلیک کړي او همداسې وشول، نوي حکومت په پوره لیوالتیا او بیړه دا تړون لاسلیک کړ؛ خو مقابل لوری تړون ته ژمن پاتې نشو.
دې تړون کې ژمنه شوې وه چې پر افغانستان د تجاوز په صورت کې به دواړه ( افغانستان – امریکا) د  سیاسي، نظامي او اقتصادي مناسب ځواب ویلو لپاره مشوره کوي.
د تړون په یوه برخه کې لولو:  
 (( متحده ایالات د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د هر راز بهرني تېري او یا د بهرني تېري ګواښ ته د جدي اندېښنې په سترګه ګوري او دا مني چې دا ډول تېری کولای شي د افغانستان، سیمې او نړۍ په سوله او ثبات کې د دواړو لوریو ګډې منافع تهدید کړي.))
خو ګورو چې همدغه امریکا اوس د پاکستان د تیري په وړاندې غلې ده او هیڅ په جدي نظر نه ورګوري. 
زبرځواکونو تل د دوستۍ تر نوم افغانستان د خپلو ګټو لپاره کارولی دی. که د وخت واکمنانو څومره په پردیو اتکاء کړې خو چې اړتیا یې ورته پیښه شوې، نو خبرو ته یې غوږ نه دی نیول شوی.
حفیظ الله امین شورویانو ته دومره ځان نږدې ګڼه چې په ښکاره یې ویلی و: (( ... پریږدئ چې داسې وګڼل شي چې افغانستان د شوروي شپاړسم جمهوریت دی‎! )) خو له همدومره مینې سره چې کله د وطن په ګټه خپله خبره مطرح کوي، نو ارزښت نه ورکول کیږي.
وګورئ همدا په شورویانو میین امین د ۱۹۷۸ کال په اګست کې کابل کې د شوروي سفیر الکساندر پوزانوف او د شوروي نظامي متخصصینو رییس جنرال ګوریلوف ته په ډیر شوق وايي: (( د افغانستان قلمرو باید د عمان خلیج سواحلو او د هند اقیانوس ته ورسیږي. موږ هیله لرو سمندر د سر په سترګو ووینو)) همدا موضوع په اکتوبر کې بیا داسې مطرح کوي: (( زموږ دنده دا ده چې افسران، سربازان او د افغانستان ټول خلک د ډیورنډ تر کرښې پورې،چې په رسمیت یې نه پیژنو، او له هغه ځایه د سند تر رود پورې چې باید زموږ سرحد وي، رهبري کړو.))
خو شوروي مقامات ورته وايي چې د اقیانوس د لیدلو خیال له سره وکاږئ، اول باید افغانستان فتح کړئ!
زړور پوځي مشران
د تاریخ په اوږدو کې دا وطن په سرښندنې او وطنۍ مینې  ساتل شوی. که خبره د امکاناتو وای نو موږ د ټولو یرغلګرو مقابل کې کمزوري وو.
د پنجدې دفاع او هغه هم د وینې تر وروستۍ څاڅکي له خپلې خاورې د دفاع یوه بیسارې کارنامه وه. که څه هم دا مو له لاسه ورکړه خو غازیان تر وروستۍ سلګۍ وجنګیدل او خپله میړانه یې ثابته کړه.
هغه وخت که جنرالان و که نور پوځي مشران له لښکریانو سره یې توپیر نه کیده. د جیبونو ډکولو او شتمنیو ډیرولو په فکر کې نه و او چې کله دافکرونه نه وي، نو انسان زړور وي.
د پنجدې ساتونکي جنرال غوث الدین، سعدالدین خان او تیمورشاه  خان له (۵۰۰ ) او د ځینو روایاتو له مخې له (۱۰۰۰)  زړورو سرتیرو سره د روسیانو د ګواښونو باوجود، میدان پرینښود. 
کیسه داسې وه چې روسیه منځنۍ اسیا کې د خپلو سرحداتو پراخولو پسې راوتلې وه. 
افغاني لښکر اندیښمن و چې هرات له لاسه ور نکړي. د دې ګواښ د مخنیوي لپاره یې پنجده ته لښکر استولی و،  روسیانو ور ته د سیمې پریښودو لپاره ۲۴ ساعته ضرب الاجل وټاکه؛ خو افغان پوځیان لکه زمریان میدان کې ولاړ پاتې شول. روسیانو له شاو خوا ۳۰۰۰ مجهزو عسکرو سره برید وکړ. افغانان په خپلو کمزورو امکاناتو وجنګیدل، ۳۰۰ شهیدان او نږدې ۱۰۰ تنه یې ټپیان شول. پنجده یې د خپلو وینو تر څنګ د متجاوزو روسیانو په وینو هم رنګ کړه او خپل دین یې ادا کړ. 
 اندیښنه:
د پنجده بایللو کې ستر سبق دی او هغه دا چې پر پردیو اتکاء د ستونزې حل نه دی. د دې لپاره پر خپل امنیتي ځواک پانګونه په کار ده او د پوځ دومره پیاوړي کول په کار دي چې هر تهدید سره په میړانه مقابله وکړي. ولې متاسفانه په تیر شلو کلونو کې د پوځ د تقویې پر ځای پوځي مشران تقویه شول. ځینې هغه پوځي مشران او قوماندانان چې یو وخت یې یو عادي کور درلود اوس یې د کورونو، داخل او بهر کې د پانګو حساب نه کیږي. 
دغه شان د افغانستان پخوانی دفاعي ځواک د ګاونډي د ګمارل شویو اجیرانو لخوا کباړ شو، ختم شو او میدان خالي شو. 
د روسانو لخوا د پنجدې نیولو که څه هم د انګریزانو ترمنځ بحثونه راپورته کړل او حتی د دې تصور کیده چې دا دې د روسیانو او انګلیسانو تر منځ د جنګ مقدمه شي؛ خو دا چې انګلستان خپلو لانجو کې ګیر و ( فرانسې سره جګړه) نو روسیانو سره یې د خبرو لاره غوره کړه او پر پنجده یې د روسیانو تسلط په رسمیت وپیژنده.
ویره دا ده چې اوس امریکا، د ګاونډي له خوا زموږ نوې قبضه کیدونکې سیمې په رسمیت ونه پیژني. ځکه امریکا په سیمه کې د هغه همکارۍ ته اړتیا لري او حساب پرې کوي. 
له بلې خوا زموږ د حکومت د دپلوماسي دستګاه هم ،څومره چې توقع کیږي او څومره چې اړینه ده، هومره فعاله نه ده. د تنظیمي او قومي شناخت له مخې ورته خلک معرفي شوي، د وطن په ځای تنظیم او خپلې ډلې ته وفادار دي نو همدا لامل دی چې نشي کولای خپل غږ په موثره توګه پورته کړي. 
 پایله:
د افغانستان د کمزورۍ ستر لامل داخلي اختلافات او د واک نیونې هوس دی. دغه هوس سترګې ړندوي او د دې هوس د پوره کیدو لپاره خلک هرې غیږې ته پناه وړي او څوک چې د نورو په غیږ کې وپالل شي، نو د وطن په درد نخوري.
پر پردیو د  اتکاء پر ځای په خپلو ځواکونو پانګونه په کار ده، داسې چې د اړتیا په وخت کې ځواب وویلی شي.
د خپلو حکومتونو د نسکورولو په ځای د هغوی د اصلاح لپاره کار په کار دی، ځکه کوم حکومت چې د زور له لارې راځي، د بل مخالف جریان د زور په واسطه بیرته ړنګیږي او د واک دغه شان تبادلې وطن کمزوری کوي.
په هره برخه کې، په ځانګړې توګه د امنیت په سکتور کې له فساد سره جدي مبارزه په کار ده. ځکه په دې سکتور کې فساد د سرتیرو روحیه ځپي او حتی د هغوی د سرونو په قیمت تمامیږي.
د وطن د بقا لپاره، سوله او په خپل منځ کې یووالی په کار دی. څومره چې موږ متحد اوسو هومره له پردیو لاسونو خوندي کیږو.
 ماخذونه:
تاج التواریخ – امیر عبدالرحمان خان
نگاهی به تاریخ معاصر افغانستان – پوهندوی خلیل احمد جامي
کی جی بی در افغانستان – واسیلی متروخین – دري ژباړه: ډاکټر حمید سیماب 
د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون
د افغانستان اساسي قانون 
 نایب سالار ( جنرال ) غوث الدین خان لوگری و کارکرد های او – مقاله، لیکوال: استاد شاه محمود محمود