د مننې په پار


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضیاء الحق امرخېل
  • 1580

نن زما لپاره یوه ښه ورځ وه، البته په دې منظور نه چې د ننګرهار د والي په توګه مې کار پیل کړ؛ بلکې له دې بابته چې د مشرقي خلکو ډیره زیاته مینه راکړه. زما هڅه به دا وي چې د دوی د خالصې مینې حق ادا کړای شم او د خپل توان مطابق یې خدمت وکړم.

ګرانو هیوادوالو!
اول راته بخښنه وکړئ چې د ښار ځینې لارې تړل شوې وې او تاسو تکلیف شوي یاست. البته دا زما غوښتنه نه وه؛ دا شته وضعیت ته په پام د ښاغليو امنیتي مسوولینو پرېکړه وه. خدای ج دې داسې حالت راولي چې نه یوازې ولس بلکې د دې وطن مسوول چارواکي هم لکه د نورو عادي خلکو په څیر پر واټونو ډاډه وګرځي او له عامو خلکو سره یې په تګ راتګ کې هیڅ توپیر ونشي.
ما چې څه ویل غوښتل هغه مې په غونډه کې وویل؛ نه غواړم تکراري خبرې وکړم. فقط دا پوسټ له تاسو څخه د مننې په پار کوم.
زما خوږ ولسه!
نن چې کومو درنو خویندو او وروڼو په غونډه کې ګډون کړی و، زه یې داسې ګڼم لکه ټول ولس چې برخه اخیستې وي او د خپلې مینې اظهار یې کړی وي. نو په ډير درنښت له ټولو څخه هیله کوم چې په مبارکیو به وخت نه ضایع کوو. که ما خوشحالوئ نو له مبارکیو تیر شئ. له تشریفاتي کارونو تیر شئ. ما عادي کلیوالی ژوند کړی او له همدې ساده ژوند سره مینه لرم.
له تاسو ټولو درنو او اهل نظرو مې غوښتنه دا ده چې د ستونزو په تشخیص کې راسره مرسته وکړئ د بهبود لپاره یې مشورې راکړئ، د خدمت کولو په لاره کې مې ملا وتړئ او که غلط ګام مې اخیست، نیغ په نیغه راته ووایئ. د ولایت دروازې هر وخت ستاسو په مخ پرانیستې دي.
الله ج دې راسره مرسته وکړي چې ستاسو په همکارۍ دا جګړه ځپلی او د خدمتونو حقدار ولایت یو ځل بیا د پوره ارام ساه واخلي او خلک له هر ډول اندیښنو پرته ژوند وکړي.
بله هیله مې دا ده چې د قانون په تطبیق او له مجرمانو سره د قانوني چلند په مقابل کې به راته د چا سفارش نکوئ، بلکې ملاتړ به مې کوئ.
د ننګرهار درانه ولسه!
ننګرهار یوازې د جلال اباد کوچنی ښار نه دی. د دې ستر نوم تر چتر لاندې څه باندې ۲۰ ولسوالۍ او په زرګونو کلي او بانډې دي، لاس راکړئ چې د ټولو شریفو خلکو غږ واوریدل
شي ترڅو د ټولو لپاره د ډاډه ژوند شرایطو برابر شي.
په پای کې د محترم ورور او د چارو د ادارې لوي رئيس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر صیب فضلي، د سیمه ایزو ارګانونو مرستیال محترم سالنګي صیب او د ټولو هغه همفکره ملګرو څخه د دې له امله مننه کوم چې دکابل څخه یې تر جلال اباد پورې راسره ملتیا وکړه.
الله مو راته سوکاله، اباده او بریمن لره
ستاسو ورور او ستاسو خادم