د افغان سرتیرو پر ژوند د فلمونو فیسټیوال پیل شو

د افغان سرتیرو پر ژوند د فلمونو فیسټیوال پیل شو


  • 3 کاله دمخه (25/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1205

 

د افغان فلم ادارې لخوا، د لومړي ځل لپاره د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د افغان سرتیرو پر ژوند د فلمونو درې ورځنی فیسټوال پیل شو او په دې فیسټیوال کې لسګونه داسې فلمونه جایزې ته نوماند دي. چې د افغان سرتېرو ژوند پکې تصویر شوی دی.

دغه درې ورځنی فیسټیوال چې لوړپوړو افغان چارواکو او لسګونه امنیتي او دفاعي ځواکونو پکې ګډون کړی وو، تېره شپه کابل کې پیل شو او تر شنبې به دوام کوي.

د افغان فلم ادارې مشره صحرا کریمي وايي، له کلونو انتظار وروسته اوس د دې وخت رارسیدلی، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اصلي ژوند او سرښندنو ته کتنه وشي.

نوموړې وایې، دې فېسټیوال ته ۵۵ فلمونه ور لیږل شوي، چې له ډلې به يې ۴۰ په بېلابېلو برخو کې سیالۍ ته وړاندې شي.

د افغان سرتېرو په ژوند ښه فلم جوړونکي به د فېسټیوال پر دریمه ورځ په ډاګه شي او د دې نندراتون جوړونکو په وینا، غوره فلم جوړونکو ته نغدي او معنوي جایزې په پام کې نیول شوي دي.