- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- صديق کاوون توفاني
- 1083
باور مې و نه شو ، او باور مې نه کیږي چې ته به دومره ژر ، دومره ناڅاپي او دومره بې خبره تللی یې .
تا خو همدا څو اونۍ د مخه راته د خپلو راتلونکو کارونو ویلي وو او خپلې اندېښنې دې راسره شریکې کړې وې .
ته چې ولاړې ، څوک به اوس د هغو کارونو او اندېښنوتابیا کوي ؟
ته خو د زغم او مقاومت د ډګر اتل هم وې او د ترخو پېښو اوخونړیو حوادثو ګردلو دې شمشادي قامت نه و راکوږ کړی .
تا خو ټول عمر د ژوند ناخوالې په پټه خوله او موسکیو شونډو زغملې وې او د هیلو تاندې غوټۍ دې رژېدوته نه وې پریښې .
اوس نو دغه ناخوالې هومره سختې او هومره له زغمه ووتلې چې ته یې مجبور کړې چې د تلو پرېکړه وکړې ؟ «که غل نه تښتي مل دې وتښتي » ؟؟؟
پدې کې خو زه له تا سره همغږی یم چې زما او ستا د کلي ، کوڅې له اهریمني ارواوو څخه ډکې شوي دي خو دا باور هم لرم چې اهورا مزدا هم د خپل رزم توره او ډال پر ځمکه ندي ایښي .
او دا هم سمه ده چې ضحاک لا اوس هم هره شپه د یوې معصومې ښکلا د عفت جام پر سر اړوي خو کاوه ، دغه د انساني لوړو ارزښتونو ساتندوی هم د خپل یون بیرغ لوړ او رپاند ساتلی دی .
زه ډېر ځله ددې شاهد وم ، چې ته د نورو د خوښۍ لپاره له خپله نوبته تېر شوی یې، خو دا ځل څه وشول چې تا د نورو نوبت خپل کړ ؟
تا خو د خپل فکر په ښېرازه بڼ کې د سپینو او سپېڅلو ګلانو کر پیل کړی و ، ته چې ولاړې نو ددې تنکیو ګلانو پالنه دې چاته پرېښوده .؟
ته خو د سپینو مرغلرو د هېواد پاچا وې، ته چې ولاړې ، اوس به نو څوک ستا د فکرونو او خیالونو د حسینې ناوه کۍ پر غاړه د سپینو مرغلرو امېلونه و ځړوي ؟
ته تللی یې ، خو باور مې نه کیږي .
ته تللی یې خو دواړه زلمي لاسونه دې د زمانې په غوږ کې د ابدیت ترانې زمزمه کوي .
ګرانه ،
لاره دې سپینه ،
او
سفر دې په خیر ...
کاوون
۷ – ۱۰ – ۲۰۱۲ جرمني