د کرملېن ماڼۍ ویاند د ډونالډ ټرمپ او ولادېمير پوتین ترمنځ د ټیلفوني خبرو خبرونه رد کړل.
دېمېتري پېسکوف د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه څرګندونې رد کړې چې په وینا یې ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې اترې کړې دي.
پېسکوف زیاته کړې چې تردې دمه له ټرمپ سره د پوتین د خبرو اترو په اړه هیڅ پلان نشته دی.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوسټ تردې وړاندې د ټرمپ او پوتین له ټېلفوني خبرو اترو خبر ورکړی وو او په وینا یې ټرمپ له پوتین د اوکراین د جګړې د نه پراخولو غوښتنه کړې وه.