پکتيکا کې د ماين چاودنې له امله څلور کوچني ماشومان شهيدان شوي دي.
د پکتیکا امنيه قومندانۍ وياند شاه محمد ارين وايي، دغه پېښه نن له غرمې مخکې د ښرنې ښار «کوټوال» سیمه کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي ارین زیاته کړه، وژل شوي ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.
د هغه په وینا، دغه ماین د طالبانو ډلې له خوا د دوی د کور دروازې مخې ته کېښودل شوی و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.