افغانستان کې پر زیاتېدونکې نا امنۍ د ایران او جرمني اندېښنه

افغانستان کې پر زیاتېدونکې نا امنۍ د ایران او جرمني اندېښنه


  • 4 کاله دمخه (08/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1342

 

ایران او جرمني په افغانستان کې پر زیاتېدونکې نا امنۍ اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره خبرو کې په افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې.

یادو استازو په افغانستان کې اوسنۍ نا امني د جدي اندېښنې وړ بللې ده او تمه یې څرګنده کړې چې په مذاکراتو کې پرمختګ وشي او د خبرو له لارې د روانې جګړې د پای لپاره یو دایمي حل پیدا شي.

یادو دواړو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي خو دلته اوسني تاوتریخوالي او نا امنۍ هم اندېښمن کړي دي.