دوحه کې نن موظفه شوې ګډه کاري کمیټه لومړنۍ ناسته کوي

دوحه کې نن موظفه شوې ګډه کاري کمیټه لومړنۍ ناسته کوي


  • 4 کاله دمخه (05/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1212

 

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوي له خوا مؤظفه شوې مشترکه کاري کمېټه نن د بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا د بحث لپاره لومړنۍ ناسته کوي.

دغه کمېټه به په بین الافغاني مذاکراتو کې د بحث وړ مسایل مشخص کړي او له هغه وروسته په رسمي ډول د سولې بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.
د سولې مذاکراتو د اجنډا لپاره د افغان حکومت لومړیتوب اوربند دی، خو طالبان د ملګرو ملتونو له لوري پر طالب مشرانو د بندیزونو لرې کول او د پاتې طالب بندیانو خوشي کول مهم بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم د سیمې په سفر را وتلی او ټاکل شوې، له ترکیې وروسته دوحې ته ولاړ شي.