سمسور (۷غوایی۱۴۰۱) سمنګان ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې ناپېژندو وسلهوالو ۵ تنه ملکیان په مرموز ډول وژلي دي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، پېښه پرون ماښام، د دغه ولایت د درهصوف پایان ولسوالي "کوتلرېګ" سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې دغهشان زیاته کړې، چې وژل شوي کسان له هزاره قوم څخه دي او د درهصوف ولسوالي اوسېدونکي دي.
د پېښې انګېزه لا روښانه نه ده؛ خو د وحدت ګوند مشر، محمد محقق پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې ترهګر یو موټر چلونکی او څلور مسافر لومړی نیولي او وروسته یې په بیا بېرحمۍ سره وژلي دي.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نهدی منلی؛ خو په وروستیو میاشتو کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.