لغمان او سیمه یېزه پرمختیا


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عاشق الله رحیمي
  • 1391

 د سیمه یېزې پرمختیا ملي پروګرام، د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت یو خوځنده او فعال پروګرام دی چې یوه لسیزه وړاندې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په ګډ نوښت سره رامنځته شوی او د هغه پروګرام لخوا يې ملاتړ کېږي. 

دنوموړي پروګرام له خوا تراوسه د هېواد په کچه ( ۳۸۸) د ولسوالیو پرمختیايي شوراګانې جوړې شوې دي. د دغه پروګرام بنسټیزې موخې د بېوزلۍ د کچې لږوالی، او د پاېښت لرونکي معیشت رامنځ ته کول دي، چې د افغانستان د پراختیا د ملي ستراتیژۍ پر بنسټ او د کرهڼې او د کلیو د پراختیا د سکتور د ستراتیژی په اډانه کې یې د ټولګټو پروژو پر پلي کولو پيل کړیدی. نوموړی پروګرام د تاسیس له نیټې څخه د هېواد ولایتونو ته د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره هڅې پیل کړي دي چې تر اوسه یې ډیر شمېر ټولګټې پروژې لکه روغتیایي کلینیکونه، ښوونځي، پلونه، پلګوټي، اداري ودانۍ، دسړکونو پرمخ کریړ اچول او هوارول، ګبیوني، استنادي او محافظوي دیوالونه، بولډر والونه، کرهڼیزې، د روغتیایي اوبو د څښاک څاه ګانې، د اوبو رسولو شبکې، د کانالونو او کاریزونو د پاکولو، بیوګاز، غالۍ اوبدلو او لیک لوست زده کړې پروژې ، دافغانستان په ګوټ ګوټ کې د کلیوالي سیمو اوسېدونکو ته وړاندې کړیدي او عملاً گـټې ترې پورته کیږي. دیادې برنامې ټولګټې پروژې د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر د لغمان په کرنیز او سمسور ولایت کې چې ډیری خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، هم پلي شوي دي چې ځینې یې بشپړې او د کلیوالو اوسېدونکو ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پر پاتو یې کار روان دی.
انجنیر ولي الله همدرد د لغمان په ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي سیمه یېزې پراختیا پروګرام ولایتي مسوول د دغه پروګرام دکړنو په هکله وویل : " د سیمه یېزې پرمختیا ملي پروګرام په لغمان کې د ۲۰۱۰ میلادي کال دفبرورۍ په ۲۳ مه نېټه خپل پراختیایي فعالیتونه پېل کړل. لومړنۍ پروژه مو د استنادي دیوال وه چې مرکز مهترلام پورې اړوند کلي، پل جوګي کې د دوه نیم سوه زره افغانیو په لګښت او د کلیوالو په پوره ملاتړ سره سرته ورسېده. دغې پروژې د علینګار د سیند د اوبو طبیعي لار ته متبادله لاره پيدا او د پل جوګي د ګاډو د تګ راتګ پخوانی پل یې د سیلابونو له ګواښ څخه وژغوره. تر دې مهاله د سیمه یېزې پرمختیا ملي برنامې د لغمان په ولایت کې ۹ ټولګټې پروژې د ۴۴ ملیونو څخه زیاتو افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته سپارلې دي، په دغو پروژو کې څه د پاسه ۲۲۳۴ متره ګبیوني، استنادي او محافظوي دیوالونه، بولډروال او د اوبو یو سطحي معبر شامل دي چې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام او د علینګار، علیشنګ او قرغیو ولسوالیو په پل جوګي، هروا، قلعه خان، اسلام آباد، کنده، کوز شهیدان او دره غربیله په کلیو کې یې د ۲۶۰۰ کورنیو ستونزې لیرې کړي او نږدې۳۷۶۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه یی د سیلابونو له ګواښ څخه په امان کړې ده. " 
د سیمه یېزې پرمختیا د ملي برنامې له لوري د انرژۍ په برخه کې د بایو ګازو پر ۱۱ پروژو او د اوبو د برښنا پر یوې کوچنۍ دستګاه باندې د نږدې شپږ ملیونه افغانیو په لګښت د علینګار، علیشنګ، قرغيی او د مرکز مهترلام په اله جیګر، قلعه ټک، موسم کلا، سلینګار، قصبه، پل جوګی، بارکزی، خان کلا پل جوګی، توری کلا، حاجی موسم خان بنده او نو آباد هروا کلیو کې کار روان دی. همدارنګه د چرګانو د فارم دوه پروژې، د غالی اوبدلو یوه پروژه او د ودانولو په برخه کې ۱۴ پروژې چې استنادي، ګبیوني، محافظوي او بولډر والونه پکې شامل دي د لغمان د مرکز، علینګار، قرغيی، علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو په تیګری علم خان، دوپی بیله، شمتی آبی زی، چهاردهی، منګو، کوټاخیل، خاص دولت شاه، تیګری، قوال خیل، کنده، ده قاضی، میاخیل، شهیدان او قلعه ملک شهیدان بابا کلیو کې د څه د پاسه ۶۷ ملیونو افغانیو په لګښت تر کار لاندې دي.
د دولت شاه ولسوالۍ د پرمختیايي شورا رییس داکټر عبدالخالق د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پرمختیایي پروژو د اغیز په اړوند خپل نظر داسې څرګند کړ :"سره له دې چې زموږ په ولسوالۍ کې امنیتي وضعه چندانې ښه نه ده، خو بیا هم د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي برنامو ډېر شمېر پروژې په دې ولسوالۍ کې بشپړې شوې دي او ځینې یې لا هم تر کار لاندې دي. د بیلګې په توګه د خاص دولت شاه په کلي کې د ۲۰۶ مترو په اوږدوالي ګبیوني استنادي دیوال چې د یاد وزارت د سیمه یېزې پرمختیا د ملي برنامې له لوري د نږدې درې ملیونه افغانیو په لګښت تر کار لاندې دى. چې د کلي ډېر شمېر اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه مساعده شوې، څوک پکې تیږي ماتوي، څوك پكې تيږي لګوي او د چا پکې ګاډو ته د کار زمینه مساعده شوې ده چې نوموړي پروژې ته تیږي چلوي او بله دا چې په جوړیدو سره یې ۱۵۰ جریبه کرهڼیزې ځمکې او باغونه دسیلابونو له ګواښ څخه په آمن کی پاتې کیږي، دې ته وایي هم ثواب او هم خرما."
د یادولو وړ ده چې په تیر میلادي کال کې د نوموړي برنامې له لوري ټول ټال ۴۹۵ پرمختیایي پروژې د نږدې ۲۵ ملیونو امریکايي ډالرو په لګښت د هېواد په ګوټ، ګوټ کې پلي شوي چی په مختلفو برخو کې یې هېوادوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي او د کلیوالي اوسېدونکو په ژوندانه کې یې مثبت بدلون راوستی دى.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هوډمن دی چې د ټولنیزې هوساینې، سوکالۍ او د کلیوالي اوسیدونکو اقتصادي وضعې ته د ودې ورکولو لپاره په ځانګړې توګه بېوزلو او زیانمنونکیو هیوادوالو ته د ټولنیزو خدمتونو په څنګ کې د سیمه يېزې پرمختیا د ملي پروګرام له لارې کرهڼیزې، د ظرفیت جوړونې، پوهنې، روغتیایي، اوبولګولو، پایښت لرونکي معیشت، د ټولنیزو مرکزونو، سړک جوړونې ، ترانسپورت او اوبو رسولو په برخو کې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې ټولګټې پروژې په لاره واچوي.