د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې نن، یکشنبه او دوشنبه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو اټکل شوی.
یاد وزارت ، د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکندي، غور، بامیان، میدان وردګ، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، کابل، پروان، بغلان او سمنګان ولایتونه به د واورې او باران شاهد وي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې درنې واورې وشوې چې له کبله یې په ځینو ولایتونو کې مرګ ژوبله هم واوښته.
تېر ځل په نورستان ولایت کې د غره ښوییدنې له کبله ۲۵ تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپیان شول.