کاشف انور: د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري کمه شوې

کاشف انور: د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري کمه شوې


  • 8 مياشتي دمخه (21/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 327

د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور وایي، د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري د پام وړ کمه شوې.

انور دا خبره تېره ورځ په لاهور کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر خانجان الکوزي په مشرۍ له پلاوي سره په کتنه کې کړې.

هغه ټینګار کړی، چې اسلام اباد او کابل باید د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ او کوټلي ګامونه پورته کړي. 

د نوموړي په خبره، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵۲۲ میلیونه ډالره ده. 

ورته مهال، خانجان الکوزي هم په دې کتنه کې ټنګار کړی، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ باید سوداګریزې تبادلې تر بل هر وخت زیاتې کړل شي. 

ده زیاته کړې، چې اوسمهال د افغانستان له لارې د پاکستان پنځه ميليونه ټنه تازه مېوه منځنۍ اسيا ته صادرېږي. 

د یادونې ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا وخت ناوخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کمښت سبب ګرځي.