د کرزي د ټاکل کېدو د اړتیا په اړه د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز یاددښت


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • د خپلواکۍ فرهنګي مرکز
  • 1253

ه هغه ځایه چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې  د کاندیدانو لست ورځ په ورځ زیاتیږي او له هر لوري وړ او نا وړ کسان  دغه ستر هېوادني امر ته ځان نومووي  او په دې ټولو کې د ملت رښتینی استازي ته هېڅ ځای نشته  او که یو یا دوو ته د نوماندۍ امکان هم برابر شوی ، باور دی چې د یو لړ پټو هڅو له لارې به هغوی هم و نه ټاکل شي   او له بلې خوا  په دغه برخه کې که وغواړې او که و نه غواړې د لویدیځې نړۍ هوکړه هم شرط ګڼل کیږي ، نو له همدې امله  زموږ په اند  ددې ټولو کاندیدانو په ډله کې تر ټولو وړ او مناسب  نوماند همدا اوسنی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی دی .ښاغلي کرزي په دې وروستیو اتو کالو کې د دولتدارۍ او ولسمشرۍ په برخه کې خورا ډېرې تجربې ترلاسه کړي .د هېواد په کچه ، دغه راز  په سیمه او نړۍ کې اوس د یو مجرب مشر په توګه پېژندل شوی .هغه  هم په هېواد کې دننه او له هېواد نه بهر په سیمه ایزو او نړېوالو لانجو کې خپله پوهه و آزمویله  او په ډېرو برخو کې یې ښې او له بریاوو ډکې لاسته راوړنې  درلودې .اوس کرزی د ملي یووالي سمبول کرزېدلی ، خو دده دولت او حکومت که کومه نیمګړتیا  هم لرله لاامل یې  له هېواد نه د باندې د ایتلاف ناسم عمل او په هېواد کې دننه له بده مرغه همدا یو شمېر بې کفایته وزیران  او چارواکي وو چې د بېلا بېلو دلایلو له مخې د چارو په سمون او ملي پرمحتګ کې یې سمه او لازمه ونډه ترسره نه کړه  او کرزی هم په دغه شان حالاتو کې له هرې خوا او په  ځانګړې توګه د شمال ټلوالې له خوا محاصره  او بند و .دې خبره کې کې شک نه شته چې ښاغلي کرزي هم ډېر وړ وختونه د مصلحتونو قرباني کړل ، خو پوښتنه دا ده چې که دا زه او ته د کرزي پر ځای وای نو څه به مو کړي و ؟دا وطن  چې خپلواکه نه دی ، دا وطن چې د مامورین معاش يې له نړېوالې ټولنې په چندو راټولیږي ، دا وطن چې دننه په هېواد کې د تجزیه طلبو او شریرو ستمیانو او  افغانستانیانو له خوا هره ورځ د فدرال  او خودمختار په نوم له ټوټې کېدو سره مخامخ دی  او په بهر کې د پاکستان ، ایران ، تاجیکستان و ازبکستان ، عربي هېوادو  او یو شمېر نورو خود غرضو هېوادو له دښمنانه سیاستونو او چلند سره مخامخ دی، او دا وطن چې د لویدیځې نړۍ په زنځیرونو کې راښکېل دی ، بې له شکه همدا د کرزي په شان با تدبیره مشر لپاره اړتیا لري .هغه ولسمشر چې خلکو وټاکه  او په دویم وار به تر پخوا ښه او مناسب ګامونه پورته کړي .زموږ په اند باید کرزی وټاکل شي ، باید ورسره مرسته وشي او په کارونو کې اوږه ورکړل شي .موږ دا مرسته له خپل وطن سره کوو ، موږ دا اوږه خپلو خلکو او زورېدلي هېواد ته ورکوو ، او که چېرې زموږ  او په ځانګړې توګه د پښتنو رایې ووېشل شي نو لرې نه ده چې تجزیه غوښتونکي به پیاوړي شي او د افغاني تاریخي هویت د قسم خوړلو دښمنانو په لاس به دې وطن ته نوي او نوي ناورینونه راشي .
موږ ددغه یاددښت په خپرولو سره خپل ملي رسالت ترسره کړ ، او پرته له دې چې کومه ځاني موخه ولرو او یا خدای مکړه له چا سره دښمني او سیالي ولرو ، په دغه حساسه شېبه کې غواړو خپل غږ د خپلو هېوادوالو غوږونو ته ورسوو 
و من الله توفیق 
د خپلواکۍ فرهنګي مرکز