په افغانستان کې توپان (۱)

په افغانستان کې توپان (۱)


  • 4 کاله دمخه (07/12/2020)
  • نجیب منلی
  • 1664

اندرې ویولیس

د سر خبرې

آندرې فرانسواز کرولین ژکې (Andrée Françoise Caroline Jacquet) چې په آندرې ویولس (Andrée Viollis) مشهوره ده یوه فرانسوۍ ژورنالسته او لیکواله ده. په ۱۸۷۰ کې زېږېدلې او په ۱۹۵۰ کې مړه شوې ده.

په فرانسه او انګستان کې یې زده‌کړې کړې دي او د ادبیاتو تر لیسانس وروسته یې ژورنالیزم ته مخه کړه. لومړی یې په یوه فیمینیستي پاڼه کې په کار پیل وکړ، له نظریاتي او څېړنیز ژورنالیزم سره اشنا شوه. په ۱۹۱۴ کې د «کوچني پاریسي» (Le Petit Parisien) همکاره شوه او له لوی راپورتاژ سره اشنا شوه. په بېلابېلو برخو کې یې کار وکړ؛ لکه سپورت، مهمې محاکمې، سیاسي مصاحبې او د جنګ ژورنالیزم.

په ۱۹۲۹ کې، هغه مهال چې د سقاو د زوی حکومت د سقوط سره مخ کېده، کابل ته راغله. دا کتاب یې د کابل د سفر ګزارش دی چې د افغانستان د تاریخ د یوې خاصې دورې د لومړي لاس مالومات په کې راغلي دي.

د لیکوالې نثر د ژورنالیستیک راپورتاژ او ناول تر منځه دی. واقعیتونه په دقیق ډول را اخلي خو جملې یې کله کله د شاعرانه والي پر لور هم ځي. له طنز څخه هم ډډه نه کوي.

په پښتو ژباړه کې هڅه شوې چې تر یو حده د ليکوالې خوزنده، شرنګېدلی سبک وساتل شي. څینې ټکي په کې داسې هم دي چې یا دفرانسې له تاریخ او فرهنګ سره تړلي دي او یا د لېکوالې له خوا لفظي تېروتنې دي. د دې موارو له پاره، د ژباړې پر مهال، د پاڼې لاندې یادښتونه اضافه شوي دي.

نجیب منلی

 

لومړی فصل

د جنګ ځپلي افغانستان پر لور

د افغانستان نړۍوال اهمیت - د امان‌الله له سقوط وروسته هلته څه تېرېږي؟ - په مسکو کې د سفر تیاري نیول کېږي – په پینځو ورځو کې د شوروي اتحاد له پلازمېنې د پریمانۍ تر ښار، تاشکند، پورې – د افغانستان د قنسولګرۍ ډاروونکې وړاندوینې

په څو میاشتو کې په افغانستان کې یوه نالیدلې ماجرا تېره شوه، یوه فوق العاده ماجرا چې پرمختګ او وحشت، د منځنیو پېړیو تعصب او د نوي عصر روحیه سره په کې په شدت ټکر کې راغلل. د دې ماجرا لوړې ژورې کله فاجعه، کله مسخره؛ کله خونړۍ، کله خندنۍ وې چې هم د یوزر او یوې شپو داستانونه د چا فکر ته راولي او هم مسخره بازار. خو نړۍوالو ته یې انګازه کدرې هم رسېدلې ده؟

افغانستان. هغه ماشوم چې د اسیا نقشه یې مخ ته پرته ده او په دې ګرد هېواد - چې د یو غمي په څېر لګېدلی، لوېدیځ ته یې پارس، سوېل ته یې بلوچستان، جنوب ته یې د برتانیا د امپراتورۍ د غاړې ګل هندوستان پروت دی - خپله ګوته ږدي، آیا پوهېږي چې دې کوچني هېواد څومره ستر نقش لوبولی او لا یې لوبوي؟ دا هېواد دومره کوچنی هم نه دی. ۷۲۰۰۰۰ مربع کیلومتر مساحت لري. د فرانسې یا المان په اندازه. او د اتو او لسو ملیونو تر منځ وګړي لري.

له ډېرو پخوا زمانو راهیسې دا د مدنیتونو یوه زانګو وه، د آریایي توکم زانګو چې، د ځینو په وینا، د هندوکش له لوړو درو راکښېوتی دی. د هیمالایا د غرونو هغه ستره څانګه چې د نړۍ څلورلارې وه او ده. د اروپا او اسیا ټولې لارې همدلته سره یو ځای کېږي او دنګو غرونو کې ننوځي. مشهورو فاتحانو، بربرو یرغلګرو، له کوریوش او مقدوني سکندر څخه نیولې تر چنګیز خان او ګوډ تیمور او بیا د عیاشو شاهزادګانو، سترو مغولو پورې ټولو دې نه نېول کدونکې کلا ته، چې د دوو لویو وچو، دوو نړیو تر منځ ولاړه ده، سترګې نیولې وې. د اسیا او اروپا تمدنونه، د ایران، یونان، چین او هندوستان فکر او هنر، تجارتي بهیرونه له دې څایه تېر شوي او یو بل سره مخامخ شوي دي. ګڼو مذهبونو په کې لار موندلې او سره مواجه شوي دي: زردشتي عقیده چې ویل کېږي چې تر میلاد اته پېړۍ د مخه په افغاني ښار، بلخ کې، د آمو سین پر غاړه وزېږېد، د یونان استورې، له هنده را پورته شوی بودیزم، بالاخره اسلام چې په اومه پېړۍ کې عربو راوړ، له لویدیځه ورته راننه‌ووت غښتلې امپراتوري او خپل مدنیت یې په کې جوړ کړ او بیا د لاهور له لارې - چې هغه مهال د افغانستان پلازمېنه وه - هند ته ولاړ.

په وروستیو وختو کې دا هېواد د دوو سترو قوتونو، روسیې او برتانیا، تر منځ حایل و. دې دواړو قوتونو، په اسیا کې د برلاسۍ ترلاسه کولو په موخه، تل هڅه کړې چې دا په ازادۍ سرسخت مین ولس له ځانه سره یوځای کړي.

افغانستان هغه تړلی میدان دی چې تر یوې پېړۍ ډېر وخت کېږي چې دوه رقیبان په کې مقابلې ته راوتلي دي. دا مقابله چې لا اوس هم دوام لري یوازې د دوو ملتونو مقابله نه ده چې غواړي خپلې لاندې کړې ځمکې پراخې کړي، بلکې د دوو اصولو ده چې غواړي د دنیا پر روح او مادي ژوند مسلط شي: د نړۍوال کمونیزم په نامه شوروي دیکتاتوري او برتانوي امپریالیزم جې د سرمایه دارۍ اتل دی.

بالاخره، افغانستان شاید د هغه اوږده، بې پایه او له اسرارو ډک زنځیر تر ټولو مهمه کړۍ وي چې له هنده تر مراکشه اسلامي نړۍ جوړوي. د لته د پېغمبر امت تر بل هر ځای ډېر ایماندار، ډېر پر مذهب مین دی. هغه څه چې په دې ظاهراً بنده کلا کې تېرېږي، د اسلام په زړه کې انعکاس کوي، انګۍ یې په وحشتناک ډول د چین له صحرا او هنده نیولې، تر پارس، بین‌النهرین، سوریې، پلستین، مصر، د افریقا ښارونو او دښتو او ان د تورې قارې (افریقا) تر لویدیزو څنډو خپرېږي. ځکه چې دا هېواد، لکه د پارس او ترکیې په څېر یو خپلواک مسلمان هېواد دی خو ایمان یې هماغسې نږه او پاک ساتلی دی. نو ایا هغه څه چې هلته تېرېږي اروپا او په خاص ډول فرانسه، چې په ملیونونو مسلمان وګړي لري، بې تفاوته پرېښودای شي؟

***

نېږدې دوه کاله کېږي، هغه پاچا چې د افغانستان خپلواکي یې اعلان کړه او په نړۍ یې ومنله، امان‌الله راغی او اروپا سره اشنا شو. هغه فرانسې ته یوازې د یو خپلواک پاچا په توګه نه، د یو ملګري په توګه راغی. ځوان و، زړه راښکونکی و، پوره خوش اخلاقه و، زموږ د هنرونو د تاریخ او زموږ د معاصرو اختراعاتو پېژندلو ته له زړه لېواله و. ملکه ثریا ورسره مله وه. ښکلې وه او زموږ د سیمو جامې یې په خورا ظرافت پر تن وې. دواړه د خلکو ډېر خوښ شول.

داسې انګېرل کېده چې امان‌الله پاچا د خپل ولس خوښ و، خلک یې ترې راضي وو. ځکه خو د ۱۹۲۹ کال په لومړیو کې د دې خبر خپرېدلو - چې امان‌الله د قبایلو یو شورش له هغه پایتخته وتلو ته اړ کړ چې ده بدل کړی او ښکلی کړی و – هېښتیا پیدا کړه. لومړی د هېواد په سوېل کې د کندهار په ښار کې بند وو، د مقاومت د تنظیمولو هڅه یې کوله خو وروسته اړشو چې هند ته او له هغه ځایه ایټالیې ته وتښتي. د جنوري له میاشتې راهیسې د یو لړ پېښو په ترڅ کې، چې ځینې یې خندنۍ ښکارېدې، یو جالب شخصیت، د سقاو زوی، چې لومړی یو عادي عسکر و، بیا د داړه مارو مشر شو، د چارو واګې په لاس کې اخیستې وې ، تخت یې نیولی واو د حبیب‌الله په نامه یې تاج پر سر کړی و. د ټوکانو پاچا و؟ هېڅوک نه پوهېدل.

بس خلک همدومره خبر شول چې د څو مامورانو پرته، د اروپایي ټولنې په شمول، بهرنۍ سیاسي استازولۍ د فبروري په میاشت کې د الوتکې په واسطه ایستل شوې وې. په کابل کې یوازې شل پیتځه ویشت تنه بهرنیان پاتې وو چې یو په کې فرانسوی و چې له خپلې کورنۍ سره و. دا ښاغلی ژیرار، د کرنې د ښووونځي مدیر، و چې له تګه یې انکار کړی و.

تر هغه وروسته، د کابل خبرونه کم، په وقفو راتلل او بیا بېخي بند شول. هلته، د غاصب پر وړاندې مبارزه نه وه غلې شوې.ویل کېدل چې نادرخان، د امان‌الله پاچا خپلوان، چې په فرانسه کې د افغانستان سفیر پاتې شوی و او دلته یې محبوبیت هم پیدا کړی و، د امان‌الله په څېر د محمدزیو له قبيلې و، له خپلو وروڼو سره د سوېل او ختیځ ځینې قبایل پر ځان راټول کړي وو. خو دا برید کوم ځای ته رسېدلی و او د بریالیتوب چانس یې څومره و؟ په دې ښکلي هېواد کې، چې یو کال تر مخه یې په چټکۍ او لېوالتیا د مدنیت لاره خپله کړې وه، ریښتیا څه تېرېدل؟ څنګه څوک کولای شي چې ورشي او و یې ګوري.

***

د اګست په وروستیو کې د اورسې، سیندغاړې، دفترونو (په پاریس کې د بهرنیو چارو د وزارت مقر) کې راته وویل شول چې دا کار تقریباً ناشونی دی. د هند لاره د جنوري د میاشتې راهیسې تړلې ده ځکه چې د پېښور او کابل تر منځه جنګونه روان دي.

د تهران لار هم، چې ډېره اوږده هم ده، د همدغو لاملونو له مخې د استفادې وړ نه ده. د فرانسوي لرغونپوه، د ګیمې موزیم مشر، ښاغلي هاکن ډلې ایله په څلوېښت ورځو کې وکړای شول چې د پارس له سرحده ځان تر کابله ورسوي. او دا کار یې هم دوه درې میاشتې مخکې کړی و چې هغه مهال لا حالات دومره ګډوډ نه وو.

- او روسۍ الوتکه؟ د کابل او تاشکند تر منځ خو هوایي خدمتونه شته کنه؟

- یانې کله چې د هوا حالات مناسب وي. الوتکه د هندوکش پرغرونو، په پینځه زره متر لوړوالي کې اوړي. دا خو لا څه کوې، چې دا هم مالومه نه ده چې په اوسنیو حالاتو کې دا خدمتونه دوام لري که بند دي؟

د سپتمبر په میاشت کې مې په مسکو کې د نارکومیندېل (د خلکو د بهرنیو چارو کمیساریا : Наркоминдел) څخه پوښتنه وکړه.

د دې ادارې د مشر ښاغلي سوکرمن په نه شتون کې را ته ډېر مهربان ښاغلي سلاووڅکي، د منځني ختیځ د څانګې مسوول، وویل:

- بالکل! الوتکې تګ را تګ کوي خو د الوتنو نېټې یې تر پخوا لا نامنظمې دي. پوهېږئ چې په دې شپو ورځو کې مسافرین ډېر لږ دي. خو بیا هم، څوک څه خبر، کېدای شي چې کابل ته د فوق العاده هیجاني پېښو لیدلو له پاره ورسېږئ. د اڅکزیو قوم کندهار نیولی دی. نادر‌خان، او ورور یې شاولي خان، پر کابل ورخېژي. اوس به ډېر ترې لېرې نه وي، ځکه چې ابله ورځ ګردېز ته رسېدلي وو. راشئ، وګوئ.

د خړ ټوکر په بالاپوش پوښلی، چالاکه، ښاغلي سلاووڅکي را ته د دېوال پر مخ لویه نقشه چې غرونه په کې وحشتناک برېښېدل او نا اشنا نومونه پرې لیکل شوي وو، د نظامي عملیاتو وضعیت تشریح کړ. پوښتنه مې وکړه:

- د افغانستان ویزې ته اړتیا شته؟

- که وي هم د افغانستان له سفیر نه غوښتل به یې درته ښه نه وي. د سفیر او د نوي اعلیحضرت اړیکې چندان ښه نه دي، کېدای شي چې له الوتکې څخه د کښېوتلو سره سم دې څوک ځوړنده کړي.

- لعنت دې وي! په یو حرکت مې داسې څرګنده کړ چې ګوندې په دار ځړېدل مې چندان نه خوښېږي. یو امریکایي دوست مې رایاد شو چې یوه ورځ مخکې یې راته په ډېر قهر وویل: څنګه، ته د قاتلانو وطن ته ځې؟ په داسې وخت کې چې ځناور په کې له زنځیرونو خلاص شوي؟ او بیا د ورتلو له پاره د نړۍ تر ټولو خطر ناک د الوتکو لین غوره کوې؟ دالین حتی د راکي غرونو تر لین هم خطرناک دی.

- هو. بله یې لا دا چې دا به زما لومړۍ الوتنه وي. زما د بېړیو سفر د مینې تر حده خوښېږي خو د الوتکو سره دومره علاقه نه لرم. لکه په دار له ځړېدلو سره یې چې نه لرم.

زما قوارې ته یې چې وکتل، ښاغلی سلاووڅکي په خندا شو:

- موږ حاضر یو چې د خپلو امکاناتو تر وروستي حده تاسې سره مرسته وکړو او له ګواښه مو وساتو.

هغوی خپله ژمنه پوره کړه او زه د زړه له کومي، د تل له پاره، د شوروي مقاماتو منندویه یم.

هغه جدي څېره ونیوله او رات یې وویل:

- یو ځل بیا هم فکر وکړئ. ګواښونه شته!

روسان له احصایې سره ډېره مینه لري. هغه هم له همدې روسي رویې سره سم وویل:

- د پنځوسو او شپېتو فیصدو تر منځ دا خطر شته چې په کې ولاړه شې. کورنۍ جګړې هېڅکله مینه ناکې نه وي. په تېره هغې سیمې کې.

دوه ورځې وروسته نارکومېندېل ته له کابله یو تلګرام راغی. اعلیحضرت حبیب‌الله خپل دولت ته د کوچني پاریسي (Le Petit Parisien ) د خبریالې له ورتلو سره مخالفت نه درلود.

***

د اکتوبر پر څلورم د تاشکند پر لور روان شو. پینځه ورځې په اورګاډي کې. خو زما غرفه د کيښتۍ د غرفې په څېر پراخه ده او رستوران کې ښه پرېمانه بورشچ (روسۍ ښوروا) او د بادرنګو قورمه پیدا کېږي. او هغه کنترولران چې د ساعت په څېر منظم راځي، جارو وهي، ګردونه لرې کوي او په خندا د ګلابي رنګه چای ډک ګیلاسونه، چې د لیمو ټوټې په کې لامبي، راوړي بېخي د ورونو غوندې دي.

د باندې کله د چیچونکي یخ باد لاندې پرتې بې پایه دښتې او کله طلایي رنګه ځنګلونه چې د اسمان تر سوربخنې رڼا لاندې ځلېږي. د سارایي سیمو د رېل د تم ځای عنعننوي ننداره دا ده چې د هقانان د ایشېدلو هګیو، کباب شوو جرګانو او مرغاویو، له مڼو، انګورو او ناکو ډک پتنوسونه ګرزوي. په دویمه ورځ، په اورنبورګ کې موږ له یخې روسیې څخه وځو. په دې هېواد کې ګومبزې او د کلیساوو د زنګ برجونه د سرو، د فېروزې او لاجوردو د غونډارو په شان ښکاري. یو تړم ماښام، لکه اوړی چې بېرته راغلی وي، د مسالو خوږ وږم لګېږي. همدا د ختیځ بویونه دي. بېخې بېله نړۍ ده. ورپسې د ارال مرموزه بحیره شنه ځلېږي. د طلایي څرمنې والا، په لوګي تور شوي، اوږده کبان یې د رېل په تمځای کې پلورل کېږي. کب نیوونکي د مالګینو اوبو بوی لري. پلن، مغولي مخونه یې دي. درنې خولۍ یې درې کونجه خېمې ته ورته دي چې د وینو په رنګ د پوستکي استر لري.

دوه ورځې بیا خړې شګې وې چې ځای ځای په کې ګردې، د لیمڅې کیږدۍ درېدلې وې او خوارې رمې په کې د نامالومو وښو په لټه څرېدلې. ځای ځای د اوښانو کتارونه، خندنۍ تنې، لکه په لور چې غوځ شوي وي. د سیمه ایزو وګړو تور بمبل وېښته د روسي مامورانو له جوختو چپنو سره ګډ شوي وو. غمجنه شان فضا.

پینځمه غیر منتظره منظره. ونې، ګڼ باغونه، د ګلو او تازه وښو بوی. رنګین ورېښمین کالي په غاړه، غاړه غړۍ ښکلي زلمکیان، لکه د پارس له میناتوریو چې راوتي وو، په تورو سترګو زموږ خواته ګوري او ګلاب په لاس، مینه ناکه خندا کوي.

اخر هم، په تود ماښامي کې دغه دی مزه دار تاشکند - پر واټونو یې رپېدونکي چنارونه او په ویالو کې یې رڼې، شڼېدونکې ویالې، ښکلې سرې مېوې ۰- د پرېمانیو ښار. د اوزبېکستان د جمهوریت تجارتي مرکز.

***

په سبا یې د جمهوریت په نارکومېندېل کې دنګ، طلایي وېښتانو والا شارژدافیر، ښاغلي سنامنسکي، راته په رسمي انداز کې وویل:

- په خوښۍ سره خبر درکوم چې د نادرخان د ورور، شاولي‌خان، لښکرې کابل ته ننوتلې. پاچا، حبیب‌الله، نن شپه له څو زره پلویانو سره ځان په ارګ کې کلابند کړی دی. وایي زه خو د پاچاهانو اولاد نه یم چې وتښتم. تېښته د پاچاهانو کار دی. زه به تر وروستي سړي او د خپلو وینو تر وروستي څاڅکي پورې همدلته جنګېږم. کولای یې شي، ښه زړور سړی دی. له کوهستانه نوو، تازه دمو لښکرو ته هم په تمه دی خو دغه خلک په شمېر کم دي او وسلې یې لږې دي. و به یې ژغورلای شي؟ احتمال یې کم دی. غالباً چې تاسې به په وخت کابل ته ورسېږئ چې نادرخان ته مبارکي ورکړئ. هغه د خپل ورور پر پلونو د کابل په لور روان دی. الوتکه تاسې ته منتظره ده. د امان‌الله دوه تنه افسران به هم درسره په الوتکه کې وي. کله غواړئ چې ولاړه شئ؟

- هر څومره ژر چې کېدای شي.

- ښه نو سبا، لمرخاته مهال.

اوس نو سمه شوه. ورځ د سفر په اماده ګۍ او اداري چارو کې تېره شوه. د دقیقې بیروکراسۍ په دې هېواد کې اداري چارې ډېر وخت نیسي. خو باید ووایم چې کارونه په ښه نیت او په چټکۍ سره کېږي.

مازیګر خواته مې ناڅاپي ویزه را په یاد شوه. په قونسلګرۍ کې مې درې سړي وموندل چې رنګونه یې د مسو او سترګې یې د سکرو په رنګ وې. غمجن پر کوچونو پراته وو. زما خبرې یې چې واورېدې یو بل ته یې وکتل، په خپلو کې یې اوږدې خبرې وکړې. آخر یو ځوان افغان راغی، په ډېر نرمه فرانسوي ژبه یې راته وویل:

- دوی وایي چې په دې وخت کې کابل ته تګ نه کېږي.

- څنګه. دا داسې ناشونی کار دی چې زه سبا ځم. دغه دی د الوتکې ټکټ مې.

- الوتکه؟

ټکټ یې په لاسونو کې واړاوه، راواړاوه. په خپلو کې یې سره خبرې وکړې. بیا دې کوچنې په شرنګېدلي اواز وویل:

- هلته جنګ دی، انقلاب دی. خلک پر واټونو یو بل وژني. تلېګراف او مخابره نن سهار قطع شوي دي.

قطع شوي؟ دا هغه څه وو چې نارکومېندېل پرې نه و خبر. د بري لوری بدل شوی که څه؟ و مې ویل:

- ما نور جنګونه او نور انقلابونه هم لیدلي دي.

- کېدای شي خو دلته هرڅه بدل دي. زموږ د خلکو بهرنیان بد ایسي، په تېره بهرنۍ ښځې. په یوه شېبه کې وژل کېدای شې.

- خو نادر‌خان خو یوه اعلامیه خپره کړې چې بهرنیانو ته به څوک څه نه وایي.

یو ځوان سکرتر چې د سپوږمۍ په شان مخ یې درلود، په موسکا سترګې پورته کړې، لاس یې پر مخ تېر کړ، د ټوکې په دود یې قونسل ته سترګک وواهه. هلته په یو کونج کې یو لوی، تور، چیچکي سړی ولاړ دی، لاسونه یې پر سینه ایښي. په کړس خاندي. ماته په نادوستانه ډول ګوري. تر اوږدو بحثونو وروسته ما خپله خبره سر کړه. خو باید یو سند لاسلیک کړم چې زه د خپل سر او مال مسوولیت په خپله اخلم او د افغانستان قونسلګرۍ سره په دې اړه کومه دعوه نه لرم. مهرونه، ټاپې، فارسي لیک لکه په ګلانو کې مرغان. دا دی زما ویزه وشوه. نری شان سلام:

- خدای پامان ښاغلو. خبرونه به درته راوړم.

نه یوه اشاره، نه یوه خبره. دا درې سړي، همدلته ناست دي، غمجن، بې حرکته، لکه پر چوکیو چې مېخ شوي وی. لاسونه یې ځړېږي. یوازې ځوانکی ترجمان، د ښه هلک په څېر په نرم غږ را ته وایي:

- ښه سفر مېرمنې. که کابل ته ورسېدې، زما د فرانسوي ژبې استاد ښاغلي ژیرار ته زما سلام ورسوه.

بهر لومړی یو څه تشویشي غوندېط وم. ورو ورو ښه شوم. طبعاً، دا بېچارګان نور غمونه لري، زما د امنیت په خیال کې نه دي. شاید د حبیب‌الله پلویان به وو. زما د ژوند اندېښنه ورسره نه شته، د ځان په غم دي. الله دې یې وساتي.