د پاتې طالب بندیانو خوشې کیدل د سولې پروسې سره مرسته نشي کولای

د پاتې طالب بندیانو خوشې کیدل د سولې پروسې سره مرسته نشي کولای


  • 4 کاله دمخه (08/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1385

د طالب بندیانو خوشې کیدل د سولې پروسې سره مرسته نشي کولای

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، چې د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کیدو د سولې له پروسې سره هیڅ راز مرسته ونشوی کړای نو د پاتې طالب بندیانو خوشې کیدل هم پر سولې کوم مثبت اغیر نلري. د ملي امنیت ویاند رحمت الله اندړ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو پخپلو ژمنو عمل نه د  کړی، تاوتریخوالی یې کم کړی نه دی نو د اووه زره طالب بندیانو خوشې کیدلو ته افغان حکومت تیار نه دی.

تر دې وړاندې ارګ هم د پاتې طالب بندیانو خوشې کیدل له وخت مخکې یاد کړي وو.