د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې


  • 4 کاله دمخه (29/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1475

د اسلامي همکاریو سازمان په نایجیریا هېواد کې پخپله وروستۍ غونډه کې یو پریکړه لیک صادر کړ، چې پکې له افغانستان سره پکې د بیلابیلو همکاریو خبره شوې.دغه سازمان په ټولو اسلامي هیوادونو غږ کړی، چې په افغانستان کې روانه جګړه تحریم کړي. یاد سازمان وایي په افغانستان کې د سولې د هر راز خبرو څخه بشپړ ملاتړ دي. دوی په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او له ښکیلو لوري یې غوښتي چې نور دې د بې ګناه انسانانو وینې نه تویوي.