سرپُل کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړې شوې.

سرپُل کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړې شوې.


  • 3 کاله دمخه (23/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1113

سرپُل کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړي شوې.

 

د ټولګټو وزارت وایي، چې د سرپل ولایت د سفید خاک سړک چې د بلخاب او اندراب ولسوالیو تر منځ غځیدلی د څه باندې ۵۸ میلونه افغانیو په ارزښت په دریو بیلابیلو برخو کې ۴۵ کیلومتره سړکونه ترمیم چارې بشپړې شوې.

 

دغه راز وزارت وایي، چې دوې نورې پروژې لکه د سانچارک ولسوالۍ د سبز جومات د سړک د ترمیم چې څه باړدې ۱۵ میلیونه افغانیو لګښت پرې راغلی او د سرپل - شبرغان د لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰۰ متره استنادي دیوالونو د بیاجوړونې پروژه د ساتنې او څارنې ادارې په وړاندیز د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په بدل کې جوړه شوې.

 

 

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو د کار په بهیر کې د سانچارک، بلخاب او خاک سفید ولسوالیو اوسیدونکو ته پر کاري بوختیاوو سربیره د تګ راتګ ستونزې هوارې شوي.