اندونیزیا د سولې خبرو کوربتوب ته چمتووالی وښود

اندونیزیا د سولې خبرو کوربتوب ته چمتووالی وښود


  • 4 کاله دمخه (25/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1101

 

اندونیزیا د سولې خبرو کوربتوب ته چمتووالی وښود.

د اندونیزیا د محمدیه عالمانو شورا مشر او د دغه هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال یوسف کلا له ولسمشر غني سره خبرو کې ویلي چې اندونیزیا د افغان سولې خبرو د یو پړاو کوربتوب ته لېواله ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي تېر ماښام له ولسمشر غني سره لیدنه کې وویل، د سفر موخه یې دا ده چې اندونیزیا د ستر اسلامي هیواد په توګه د افغان سولې پروسه کې څنګه مرسته او همکاري کولی شي.