د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې ویلي، چې د اسلامي امارت چارواکي یې هڅولي، ترڅو د ښځو پروړاندې له اوسني چلند لاس واخلي.
کرن ډېکر په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي چې دوی د اسلامي امارت له چارواکو سره په هره ناسته کې غوښتنه کړې، چې د ښځو پر وړاندې له اوسني چلند په شاه شي.
هغې زیاته کړې، امریکا به له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې هڅه وکړي چې په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو ورکړې ته د اوسني حکومت چارواکي اړ کړي.
نوموړې د هېواد اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې په دې برخه کې ګامونه پورته کړې.
ډېکر زیاته کړې چې امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی او په تېرو دوو کلونو کې یې له افغانانو سره دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل ویلي چې په کور دننه د ټولو افغان ښځو حقونه خوندي دي او کار او زده کړو په برخه کې یې لګېدلي بندیزونه لنډمهالي دي.