تر راتلونکو څو ورځو د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارو بشپړېدل

تر راتلونکو څو ورځو د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارو بشپړېدل


  • 1 مياشت دمخه (05/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 53

د ټولګټو چارو وزارت وایي، د مرغومې پر څلورمه به د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر د ټرافیکو پر مخ پرانېستل شي. 

د یاد وزارت له لوري تېره ورځ (د لېندۍ ۱۴مه) په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د یادې لارې د ګالریو او نښلوونکو سړکونو د کانکرېټ‌ اچونې چارې بشپړې شوې او تر ۲۰ ورځو به ګټې اخیستنې ته چمتو شي. 

سرچینه زیاتوي چې د دوشي – خنجان مسیر د شاوخوا ۵ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې چارې په بشپړېدو دي او د پاتې برخو چارې یې هم په چټکۍ سره دوام لري. 

د یادونې ده، چې د سالنګ لویه لار د روان کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې په درېیو برخو کې د بیارغونې له امله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.  

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ په بیارغونې سره به د تګ - راتګ په برخه کې موټر چلوونکو ته ګڼې اسانتياوې رامنځ‌ته شي.