لوګر کې د ماین جوړولو کارځای له منځه وړل شوی

لوګر کې د ماین جوړولو کارځای له منځه وړل شوی


  • 3 کاله دمخه (13/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1045

د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې یاد ولایت کې د طالبانو د ماین جوړولو یو ستر کارځای کشف او له منځه وړل شوی.

د لوګر امنیه قومانداني وایي د ماینونو دغه کارځای د مرکز اړوند سپیڅ سیمه کې د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې له منځه وړل شوی.

د مسوولینو په وینا ددغو عملیاتو په لړ کې له ۲۰۰ څخه زياتې شارټکي ګولۍ، د ډی سي توپ میل او یوه زیاته اندازه بوشکه‌یي ماینونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخي تيره شپه برکې برک ولسوالۍ کې هم د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۷۰۰ کيلو ګرامه پوټاشيم کلورايد چې وسله والو ورڅخه د غټو چاودنو او موټر بمونو جوړلو کې ګټه پورته کوله د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او له منځه یوړل شول.