- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- علم ګل سحر
- 1159
د۱۳۸۸ لمریز کال په وري میاشت کې دپکتیا ولایت په مرکز کې دیوې غونډې په ترڅ کې د پکتیامیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر جوړ شو .
ددغه بهیر یوې فعالې او بنسټ ایښودونکې آغلې ماهرې احمدزۍ ، په پکتیا کې د میرمن کلتوري بهیر جوړیدل چې دپکتیا دیو شمیر وطنپالو نجونو او میرمنو په نوښت جوړ شو په هغه ولایت کې یوبل مهم کلتوري بدلون وباله .
دغه بهیر به چې دافغانستان دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر له کړنلارې سره سم فعالیت کوي په پکتیا ولایت کې د میرمنو د ذهنونو روښانولو ، په کلتوري ، ادبي اوټولنیزو برخو کې د میرمنو د خورو ورو فعالیتونو د منسجم کولو او د نجونو د روزلو په برخه کې کار کوي .
دپکتیا میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر به په هرو پنځلسو ورځو کې غونډې کوي په غونډو کې به له جوړ شوي پلان سره سم په کلتوري او ټولنیزو مسلو بحث کوي دخپلو کاري موضوعګانو تر څنګ به د نجونو او میرمنو په ادبي لیکنو کره کتنې کوي او دهرې غونډې په پای کې به ازاده مشاعره کیږي .
دپکتیا دمیرمن کلتوري بهیر یوې فعالې شکریې مرهوني وویل چې د پکتیا ولایت میرمن بهیر به ډیر ژر ددغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې خپلې سیمه ایزې څانګې پرانیزي.
په پکتیا ولایت کې دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر په ولایتونواو سیمو کې د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر څلورمه پرانستل شوې څانګه ده . میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې په کندهار ، میدان وردګو، زابل او یوشمیر نورو ولایتونو ، ولسوالیو او کلیو کې هم د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر سیمه ایزې څانګې جوړې کړي