د بودیجې په ځنډ پاس کول به ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي.

د بودیجې په ځنډ پاس کول به ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي.


  • 3 کاله دمخه (17/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 992

وروسته له هغې، چې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه ددوهم ځل لپاره رد کړه، اوس د مالیې وزارت وایي، د بودیجې بیا بیا ردول به ګڼې ستونزې رامنځته کړي. ددغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي، چې که بودیجه پاس نشي، دوی نه چاته قرارداد ورکولای شي او نه هم پروژې ورکولای شي. مسجدي وایي، د پروژو په پیل کې ځنډ د پروژو په تکمیل کې د ځنډ لامل کیدای شي. 

بل طرف بیا ولسي جرګې ددوهم ځل لپاره د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه ځکه رد کړې وه، چې په وینا یې یاده بودیجه غیر عادلانه وه، ولسي جرګې ویلي وه، چې نه پکې ددوی غوښتنو ته پام شوی او نه هم د ښوونکو معاشونه پکې لوړ شوي.