د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ کې د جرنیل کلا په نوم د نجونو لومړني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې ریاست مسوولین وایي دغه ښوونځی د کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له خوا په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی.
د هغوي په وینا د جرنیل کلا ښوونځی شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري چې په یو وخت کې د ۲۴۰ زده کوونکو د ځایدو وړتیا لري.
یاد ښوونځی په ۱۳۸۷ لمریز کال تاسیس شوی او دا مهال ۱۷۰ زده کوونکې لري چې تر دې مخکې یې ودانۍ نه درلوده او په یو شخصي کور کې یې فعالیت کاوه.