کابل او اسلام اباد لاهم یو پر بل کمزوری باور لري.

کابل او اسلام اباد لاهم یو پر بل کمزوری باور لري.


  • 3 کاله دمخه (23/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 998

ولسمشر غني وایي، طالبانو ته د ټاکنو له لارې واک پریدي.

ولسمشر اشرف غني وایي، موقت حکومت یو خیال دی او طالبان باید نور دا خیال ونه ویني. دی وایي له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدل دافغان سولې لپاره یو مهم ضرورت دی، ځکه سوله په دوه ګونو تابیعتونو نه ترسره کیږي او که طالبان غواړي په افغانستان کې سوله وکړي باید دوه ګونی تابیعت او په بهر کې پټنځایونه ونلري. غني وایي، ټاکنې د ولسواکۍ اصل دی او ټول ملت پرې باور لری، که طالبان ټاکنې ومني او ویې ګټي نو واک به هم ورته پریدي.

هغه له پاکستان سره د اړیکو په اړه هم وویل، چې لاهم کابل او اسلام اباد یو پر بل کمزوری باور لري او ددواړو ترمنځ د سرچینو لپاره لاهم معلوم تعریف شتون نلري.

ولسمشر غني وایي، چې د پاکستان لومړي وزیر څخه یې غوښتي، ترڅو طالبان وپوهوي، چې له سیاسي حل لارې پرته کومه بله لاره نلري.

غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره شوي تړون ته ژمنتیا ولري.