د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي


  • 3 مياشتي دمخه (02/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 152

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په روانه سېپټمبر میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

که څه هم تر اوسه ددې غونډې د ځای او وخت په اړه کره معلومات نه دي وړاندې شوي؛ خو ویل کېږي، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما بهوش او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (U.N.A.M.A) مشره روزا اوتونبایوا ګډون وکړي.

د راپورونو پر اساس، روزا اوتونبایوا به یادې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه خپله ارزونه وړاندې کړي.

د راپورونو په وینا، یادې غونډې ته د وینا په موخه د افغانستان د مدني ټولنې یو استازی هم بلل شوی دی.

ددې غونډې د ترسره کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې تازه د سرپرست حکومت لخوا د امری بالمعروف او نهي عن المنکر قانون په اړه ګڼو سازمانونو او هېوادونو اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې سرپرست حکومت باید پر دغه قانون له سره غور وکړي.